Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

روغتیایي مسوولین: هرات کې موسمي ناروغۍ ډېرې شوې دي

هرات (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۱): د هرات روغتیایي مسوولین وایي، د هوا له ګرمېدو سره همهاله په دغه ولایت کې پر موسمي ناروغیو د اخته کسانو شمېر ډېر شوی دی.

د هرات حوزوي روغتون مسوولین تاییدوي چې د اوړي موسم له پیلېدو راهیسې، یاد روغتون ته په اوسط ډول د ورځې له ۲۵۰ ډېر پر حساسیت (الرژي)، زړه بدوالي، ملاریا او نس ناستي ناروغیو اخته کسان مراجعه کوي.

د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب سیدعارف جلالي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د نس ناستې ناروغۍ ترڅنګ، د ورځې نږدې ۲۰۰ کسان د ملاریا په خاطر هم دغه مرکز ته مراجعه کوي.

جلالي ټینګار کوي، هغه مراجعین چې روغتیايي وضعیت یې نسبتاً ښه وي، تر درملنې وروسته رخصتېږي خو هغه چې وضعیت یې ښه نه وي، په روغتون کې بستر او درملنه یې کېږي.

نوموړي وویل، اوسمهال له دوی سره د ملاریا، نس ناستي او زړه بدوالي لسګونه ناروغان بستر او تر درملنې لاندې دي.

له بلې خوا، ځيني معالج ډاکټران له یادو ناروغیو د مخنیوي په اړه له پژواک سره په خبرو کې وایي چې له دغو موسمي ناروغیو سره مبارزې لپاره لازمه ده څو په دغه موسم کې ډېر مایعات وڅښل شي او له مقوي خوړو څخه استفاده وشي.

د داخله ناروغیو معالج ډاکټر حبیب‌الله محمودي پژواک ته وویل، ډېر خلک نظافت نه مراعتوي او ګومان کوي چې د لاسونو مینځل یوازې د کرونا لپاره دي، خو لازمه ده چې له ټولو ناروغیو د خونديتابه لپاره روغتیایي سپارښتنې مراعت شي.

د ډاکټرمحمودي په خبره، له ۹۰ سلنې ډېرې موسمي ناروغۍ د لاسونو له لارې بدن ته سرایت کوي او دا چاره ایجابوي څو د ماشومانو ترڅنګ لویان هم خپلې روغتیا او سلامتیا ته پاملرنه وکړي؛ ځکه له ناروغیو سره مبارزې لپاره په کار دی چې په کور، کاري چاپيریال او ټولنه کې پر پاکو اوبو او صابون سره د لاسونو مینځلو فرهنګ دود شي.

ډاکټران سپارښتنه کوي چې که غواړئ پر موسمي ناروغۍ اخته نه شئ، نو له تُرشې تروې، نوشابو، د شپې پاتې شوو خوړو او د سړک غاړې خوراکونو څخه په جدي ډول ډډه وکړئ.

په همدې حال کې هغه ناروغان چې د درملنې لپاره د هرات حوزوي روغتون ته راغلي، په دغه مرکز کې د روغتیايي امکاناتو له کمښته شکایت لري.

هغوی له حکومته غواړي څو ناروغانو ته د ښې رسېدنې په موخه باید ډاکټرانو ته ډېر امکانات ورکړل شي.

مراجعه کوونکي او د ناروغانو پایوازان وایي، ډېر یې له ولسوالیو او لرې ځایونو څخه دغه روغتون ته راغلي خو ناروغانو ته یې سمه رسېدنه نه کېږي.

د سیداحمد په نامه یو پایواز چې د خپل اووه کلن زوی درملنې لپاره له بادغیس ولایت نه هرات ته راغلی، پژواک ته وویل: «موږ غریب خلک یو، نه شو کولی چې له روغتونه بهر خپل معاینات وکړو، له دولته هیله لرو چې د دغه روغتون امکاناتو ته ډېره پاملرنه وکړي څو هغه خلک چې له اقتصادي ستونزو نه کړېږي، په دغه دولتي مرکز کې یې درملنه وشي.»

د سیداحمد په خبره، ډاکټران له شته ناڅیزو امکاناتو سره په وخت خپلو ناروغانو ته رسېدنه کوي او له روغتیایي سکتور نه ملاتړ چې د خلکو لومړنۍ اړتیا ده، باید د هرات د سیمې‌ییزې ادارې او مرکزي حکومت جدي پاملرنه وشي.

د هرات په حوزوي روغتون کې مسوولین هم مني چې په دغه روغتون کې امکانات لږ دي، خو وایي چې عاجلو ناروغانو ته لومړیتوب ورکول کېږي.

د هرات حوزوي روغتون د هېواد په لویدیځه حوزه کې یو له سترو روغتونونو څخه دی چې پر هرات سربېره د هېواد د لویدیځې حوزې ولایتونو (فراه، بادغیس، غور او نیمروز) ناروغان هم د درملنې لپاره ورته مراجعه کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.