کابل (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۱): یو شمېر افغان خبریالانو په اسلاماباد کې په یوه اعتراضیه غونډه کې، د نړۍ له هېوادونو په ځانګړې توګه کاناډا څخه وغوښتل چې په پاکستان کې د دوی وضعیت ته پام وکړي.
د راپورونو له مخې، د کاناډا لومړي وزیر جسټین ترودو د تېر کال زمري په ۲۴ مه د افغانستان د سیاسي نظام له سقوط څو اونۍ وړاندې ویلي و چې ۴۰زره افغانان کاناډا ته استول کېږي. د دغه پروګرام له لارې په تېرو یوولسو میاشتو کې ۱۶زره افغانان کاناډا ته تللي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د کاناډا د کډوالو چارو وزارت د روانې چنګاښ میاشتې په ۲۴مه اعلان وکړ چې د ۴۰زره افغان پناهغوښتونکو د منلو پروګرام له لارې یې تر اوسه د ۱۸زره افغانانو غوښتنلیکونه څېړلي، خو د نورو افغانانو د منلو او کاناډا ته د استولو توان نه لري.
خو په پاکستان کې مېشت یو شمېر افغان خبریالانو د یوې اعتراضیه غونډې په ترڅ کې، کاناډا ته د دوی د سفر د منلو په برخه کې د اسانتیاوو غوښتنه وکړه او وايي، دوی له څو میاشتو راهیسې بې برخلیکه ژوند تېروي او بهرني بنسټونه چې له پاکستانه یې نورو هېوادونو ته د خبریالانو د لېږدولو ژمنه کړې وه، تر اوسه یې د دوی د لېږد په برخه کې هېڅ اقدام نه دی کړی.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP