ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اسلام‌اباد کې یو شمېر افغان خبریالان وایي، کاناډا باید د دوی حالت ته پام وکړي

اسلام‌اباد کې یو شمېر افغان خبریالان وایي، کاناډا باید د دوی حالت ته پام وکړي

author avatar
18 Jul 2022 - 17:54
اسلام‌اباد کې یو شمېر افغان خبریالان وایي، کاناډا باید د دوی حالت ته پام وکړي
author avatar
18 Jul 2022 - 17:54

کابل (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۱): یو شمېر افغان خبریالانو په اسلام‌اباد کې په یوه اعتراضیه غونډه کې، د نړۍ له هېوادونو په ځانګړې توګه کاناډا څخه وغوښتل چې په پاکستان کې د دوی وضعیت ته پام وکړي.

د راپورونو له مخې، د کاناډا لومړي وزیر جسټین ترودو د تېر کال زمري په ۲۴ مه د افغانستان د سیاسي نظام له سقوط څو اونۍ وړاندې ویلي و چې ۴۰زره افغانان کاناډا ته استول کېږي. د دغه پروګرام له لارې په تېرو یوولسو میاشتو کې ۱۶زره افغانان کاناډا ته تللي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د کاناډا د کډوالو چارو وزارت د روانې چنګاښ میاشتې په ۲۴مه اعلان وکړ چې د ۴۰زره افغان پناه­غوښتونکو د منلو پروګرام له لارې یې تر اوسه د ۱۸زره افغانانو غوښتنلیکونه څېړلي، خو د نورو افغانانو د منلو او کاناډا ته د استولو توان نه لري.

خو په پاکستان کې مېشت یو شمېر افغان خبریالانو د یوې اعتراضیه غونډې په ترڅ کې، کاناډا ته د دوی د سفر د منلو په برخه کې د اسانتیاوو غوښتنه وکړه او وايي، دوی له څو میاشتو راهیسې بې برخلیکه ژوند تېروي او بهرني بنسټونه چې له پاکستانه یې نورو هېوادونو ته د خبریالانو د لېږدولو ژمنه کړې وه، تر اوسه یې د دوی د لېږد په برخه کې هېڅ اقدام نه دی کړی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.