جلالاباد، پلخمري (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۱): په ننګرهار او بغلان ولايتونو کې ۱۴۷ کيلوګرامه چرس ترلاسه او په تړاو یې دوه کسان نیول شوي دي.
د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ ویاند حاجي رييس زابلي د چنګاښ په ۲۸مه پژواک اژانس ته وويل، د امنیې قوماندانۍ له نشهيي توکو سره د مبارزې مديريت له لوري په بهسودو ولسوالۍ کې د تالاشۍ پر مهال ۱۲۰ کيلو ګرامه چرس ترلاسه شوي دي.
هغه زياته کړه، ياد نشهيي توکي د يوه کس له لوري لېږدول کېدل چې د ثمرخېلو د تالاشۍ په پوسته کې ترلاسه شول.
د يوه بل خبر له مخې، د بغلان ولايت له نشهیي توکو سره د مبارزې مدیریت پولیسو هم ۲۷ کیلوګرامه چرس ترلاسه کړي او په تړاو یې یو کس نیول شوی دی.
د بغلان د امنیې قوماندانۍ اړوند د امنیت امر مولوي عبدالقدیر ظاهر پژواک ته وویل، له نشهیي توکو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو په یوه کرولا موټر کې ۲۷ کیلوګرامه خام چرس ترلاسه کړي دي.
دی وايي، د چرسو په تړاو یو کس هم نیول شوی چې غوښتل يې د بغلان له ده صلاح ولسوالۍ څخه یې بلخ ولایت ته یوسي چې د پلخمري ښار په دروازه کې د امنیتي کسانو له خوا د تالاشۍ پر مهال ترلاسه شول.
د یادو توکو د لېږد په تور نیول شوی کس محمد یونس وايي، له موټره یې د تر لاسه شوو نشهیي توکو په اړه هېڅ معلومات نه درلودل.
نوموړي پژواک ته وویل، موټر یې خپل نه دی، تېره ورځ له بلخ څخه د بغلان ولایت ده صلاح ولسوالۍ ته راغلی و او نن یې غوښتل له سپرلي سره بېرته بلخ ته ولاړ شي چې پولیسو یې په موټر کې نشهیې توکي وموندل.
له نشهیي توکو سره د مبارزې مدیریت مسوولینو په وینا، په تېرو څو میاشتو کې د نشهیي توکو د لېږد او پلور په تور تر سلو زیات کسان نیول شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP