ننګرهار او بغلان کې خپلمنځي نښتې؛ ۵ کسانو ته مرګژوبله اوښتې
د ننګرهار په شینوارو ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ نښته کې یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي؛ دغهراز د بغلان په برکې ولسوالۍ کې بیا یوه کس پر دوو کسانو ډزې کړې، یو یې وژلی او بل یې ټپي کړی دی.



