ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان کې د ښځې او خاوند خپلمنځي شخړه د وسلو د یوې زېرمې د کشف لامل شوه

اروزګان کې د ښځې او خاوند خپلمنځي شخړه د وسلو د یوې زېرمې د کشف لامل شوه

author avatar
19 Jul 2022 - 15:52
اروزګان کې د ښځې او خاوند خپلمنځي شخړه د وسلو د یوې زېرمې د کشف لامل شوه
author avatar
19 Jul 2022 - 15:52

ترینکوټ (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۱): د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې د وسلو یوه زېرمه له هغه وروسته وموندل شوه چې خاوند او مېرمنې خپلمنځي شخړه کړې وه او وروسته مېرمنې امنیتي کسانو ته د دې زېرمې په اړه معلومات ورکړي وو.

د دې مېرمنې خاوند د وسلو له زېرمې سره په تړاو نیول شوی دی.

د اروزګان د امنیې قوماندانۍ د لومړۍ امنیتي حوزې مسوول طالب اغا پژواک خبري اژانس ته وویل چې د مرکز ترینکوټ اړوند د خیرو کارېز سیمې په یوه کور کې یې د وسلو زېرمه موندلې ده.

هغه زیاته کړه، دغه زېرمه تېره ورځ له هغه وروسته وموندل شوه چې خاوند او مېرمنې خپلمنځي شخړه کړې وه او په پایله کې مېرمنې د خپل خاوند د وسلو د دې زېرمې په اړه امنیتي کسانو ته معلومات ورکړل.

هغه زیاته کړه، په ترلاسه شوو وسلو او مهماتو کې یوه پیکا، دوه کلاشینکوفونه، یو د هاوان نارنجک، یوه تومانچه، ۵ د راکټ مرمۍ، ۱۰ لاسي بمونه، ۷ نظامي چانټې او د بېلابېلو وسلو زرګونه مرمۍ شاملې دي.

د پولیسو د حوزې امر وايي، د ښځې خاوند له دې زېرمې سره په تړاو نیول شوی او پلټنې ترې پیل شوې دي.

د وسلو له زېرمې سره په تړاو نیول شوي کس دورمحمد پژواک خبري اژانس ته وویل چې د کورني تاوتریخوالي په پایله کې د هغه مېرمنې پولیسو ته دا مهمات ور ښودلي دي.

هغه زیاته کړه، په نیول شوو توکو کې یوازې دوه میله وسلې د ده دي او پاتې نورې د بل چا دي چې له خپلې مېرمنې یې په پټه د هغه لپاره ساتلې.

تېره ورځ هم په اروزګان کې د راکټ د سلګونو مرمیو یوه زېرمه موندل شوې وه.

Views: 2269

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.