Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پروان کې د غنمو حاصلات ۲۰ سلنه ډېر شوي

پروان کې د غنمو حاصلات ۲۰ سلنه ډېر شوي

author avatar
19 Jul 2022 - 14:30
پروان کې د غنمو حاصلات ۲۰ سلنه ډېر شوي
author avatar
19 Jul 2022 - 14:30

چاریکار (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۱): د پروان د کرنې او مالدارۍ ریاست په داسې حال کې په دغه ولایت کې د غنمو په حاصلاتو کې د ۲۰ سلنې زیاتوالي خبر ورکوي چې د هېواد په ډېرو سیمو کې خلک له وچکالۍ څخه شکایت لري.

د پروان د کرنې او مالدارۍ رییس مولوي محمدرحیم نعماني وايي، د دغه ولایت کرندګرو په ۱۴۰۰لمریز کال کې له ۲۶۸۵۰ هکټاره ځمکې په ټولیز ډول ۹۳۹۷۵ ټنه غنم راټول کړي وو.

خو هغه وایي، د یاد ولایت د سږني کال (۱۴۰۱) د غنمو حاصلات ۱۱۲۷۷۰ ټنو ته رسېدلي چې په منځني ډول د تېر کال په پرتله ۲۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

د هغه په وینا، اصلاح شوو تخمونو ته د بزګرو اسانه لاسرسی او د دغه ریاست له خوا ۶زره کروندګرو ته د هغو وېش، د افاتو او ناروغیو نه خپرېدل، له باکیفیته سرې استفاده، د کرنې ادارې کارکوونکو له خوا فني لارښوونې او له کرنیزې نوې ټکنالوژۍ څخه ډېره استفاده د غنمو د حاصلاتو د زیاتېدو اساسي لاملونه دي.

نعماني وایي، د دغه ولایت د کرنې ریاست هڅه کوي چې کرنه لا معیاري کړي او له کروندګر سره ډېره مرسته وکړي.

د پروان ولایت په مرکز کې د توغ بیردي کلي یو کروندګر حمیدخان وایي: «غنم مو کرلي وو او ریښتیا دا دي چې سږ کال د غنمو حاصلات ډېر شوي دي. تېر کال مو له یو جریب ځمکې ۱۰۰ منه غنم ترلاسه کړل او سږ کال مو له یو جریب ځمکې له ۱۲۰ تر ۱۶۰ منه غنم ترلاسه کړل. لامل یې دا وو چې په تېرو کلونو کې مو د کرنې له ریاسته اصلاح شوي تخمونه نه ترلاسه کول؛ سږ کال مو ترلاسه کړل او سږ کال غېر موسمي بارانونه هم نه وو چې ږلۍ مو کښتونه خراب کړي. غنم مو له ناروغیو هم خوندي وو.»

بابه میر چې د پروان د مرکز اړوند د «قلعۀزمان» کلي اوسېدونکی دی، په درې جریبه ځمکه کې غنم کرلي وو، له کرنې ریاست څخه یې ۵۰ کیلوګرامه اصلاح شوي تخمونه او ۵۰ کیلوګرامه کیمیاوي سره ترلاسه کړي وو، وایي: «تېر کال مو له یو جریب ځمکې د سږ کال نیمایي هومره غنم نه وو ترلاسه کړي، سږ کال مو د غنمو حاصلات ډېر و، ما سږ کال له یوه جریب ځمکې ۱۶۰ منه غنم ترلاسه کړل.»

په همدې حال کې، د پروان ولایت د جبل السراج ولسوالۍ د «مناره» کلي ۵۴ کلن کروندګر بدلي وایي، سږ کال یې پر درې جریبه ځمکې غنم کرلي وو، خو د قناعت وړ حاصلات یې ترلاسه نه کړل.

هغه زیاته کړه: «د غنمو حاصلات په ځینو سیمو کې ښه وو، البته ځیني تخمونه چې د ډالري او سرخ خوشه په نومونو یادېږي، ښه حاصلات ورکړي چې کروندګرو ته د دولت له خوا وېشل شوي وو؛ خو نورو تخمونو ښه حاصلات نه درلودل. د کرنې ریاست له خوا ټاکلي کسان زموږ له سیمو لیدنه نه کوي، څو موږ ته ووایي چې کوم ډول تخم وکرو څو ښه حاصلات ترلاسه کړو او یا موږ ته د سرې ورکولو او پالنې برخو کې لارښوونه وکړي، څو ښه حاصلات ترلاسه کړو. ان په تېر حکومت کې چې زموږ پر سیمې سیلاب راغی، موږ ته چا پاملرنه ونه کړه.»

په پروان ولایت کې د غنمو د حاصلاتو د زیاتېدو خبر داسې مهال ورکول کېږي چې سږ کال د هېواد په ځینو ولایتونو کې کروندګر له وچکالۍ او د حاصلاتو له کمېدو شکایت کوي، او د اوړو بیې هم د تېر کال په پرتله ۴۷ سلنه لوړې شوې او د تېر یوه کال په پرتله له ۱۷۰۰ څخه ۲۵۰۰ افغانیو ته رسېدلې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.