ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سیلانیان: د ځاځي اریوب ولسوالۍ تفریحي سیمې پاکوالي ته باید اړین تدابیر ونیول شي

سیلانیان: د ځاځي اریوب ولسوالۍ تفریحي سیمې پاکوالي ته باید اړین تدابیر ونیول شي

author avatar
19 Jul 2022 - 11:52
سیلانیان: د ځاځي اریوب ولسوالۍ تفریحي سیمې پاکوالي ته باید اړین تدابیر ونیول شي
author avatar
19 Jul 2022 - 11:52

ګردېز (پژواک، ٢٨ چنګاښ ١۴٠١): د پکتيا ځاځي اريوب ولسوالۍ د تفريحي سيمې سيلانيان وايي، د دې سيمې د پاکوالي لپاره دې اړين تدابير ونيول شي او د کثافاتو غورځولو لپاره هم باید ځایونه مشخص شي.

د دوی په خبره، د کثافاتو د ټولولو لپاره کوم منظم پلان نشته او خلکو هم ټوله سيمه ترې ډکه کړې ده.

له کابله يادې سيمې ته يو ورغلى سيلاني سميع‌الله حليم پژواک خبري اژانس ته وويل: «د ځاځي اريوب د پارک سيمه چې مخکې يې ډېره ښکلا درلوده، اوس د کثافاتو په اچولو بدرنګه شوې او سيلانيانو ته يې مزاحمت جوړ کړی دی.»

نوموړی وايي، په دې سيمه کې خلکو څاروي حلال او خواړه پاخه کړي چې کثافات يې پرځاى پاتې دي او کوم ځاى ته نه دي انتقال شوي.

دغه‌راز، يو بل سيلاني احمدجاويد محمدي هم ورته خبره کوي او په یاد پارک کې د کثافاتو پر ډېرېدو اندېښنه ښيي.

نوموړی وايي، کثافات له يوې خوا خلکو ته ډول ډول ناروغۍ پيدا کوي او له بلې خوا د سيمې ښکلا هم زيانمنوي.

ځینو نورو کسانو هم ورته څرګندونې وکړې او له سيلانیانو يې غوښتنه وکړه چې د ياد تفريحي پارک په پاک ساتلو کې همکاري وکړي.

بل لورته د پکتيا د چاپيريال ساتنې اداره وايي چې د يادې سيمې د پاکوالي لپاره يې اړين تدابير نيولي دي.

د پکتيا د چاپيريال ساتنې ادارې رييس مولوي عبدالهادي پژواک ته وويل: «د يادې تفريحي سيمې د چارو د تنظيم په موخه له بېلابېلو ادارو څخه کمېټه جوړه شوې وه، خو د سيلانيانو د ډېروالي او د نورو ستونزو له امله يې چارې په سم ډول تنظيم نه شوې.»

نوموړی وايي، اوسمهال د سيمې د ځوانانو، قراردادي شرکت او دولتي ادارو په مرسته د پارک د بېرته پاکولو چارې تر يوه بريده پرمخ تللې او هڅه روانه ده چې په بشپړ ډول پاک شي.

د يادونې ده، د لوى اختر په ورځو کې د ځاځي اريوب ولسوالۍ له يادې تفريحي سیمې څخه زرګونو کسانو لېدنه کړې ده.

Views: 86

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.