ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې کوچیان: حکومت دې زموږ د سرپناه او څرځایونو غم وخوري

هلمند کې کوچیان: حکومت دې زموږ د سرپناه او څرځایونو غم وخوري

author avatar
23 Jul 2022 - 12:15
هلمند کې کوچیان: حکومت دې زموږ د سرپناه او څرځایونو غم وخوري
author avatar
23 Jul 2022 - 12:15

لښکرګاه (پژواک، ۱ زمری ۱۴۰۱): په هلمند ولایت کې مېشت کوچيان وايي چې نه سرپناه لري او نه د څارویو لپاره یې مناسب څرځايونه شته دي.

دوی له حکومته غواړي چې سرپنا او څرځایونه دې ورته برابر کړي.

د الله‌داد په نوم یوه کوچي چې په لښکرګاه کې د هلمند سیند پرغاړه يې کېږدۍ درولې، پژواک خبري اژانس ته وویل چې خپله ځمکه نه لري او خلک هم دوی ته د رمو څرولو او کېږدۍ وهلو اجازه نه ورکوي.

ده وویل: «ځمکه او د اوسېدو ځای نه لرو، وچکالي ده، مالونه مو په نس نه دي ماړه، له حکومته غواړو چې زموږ د سرپناه او د څارویو د څرځایونو غم وخوري.»

د جمعه‌ګل په نوم یوه بل کوچي هم پژواک ته وویل چې د دوی مېنې او څرځایونه په تېر نظام کې غصب شوي او اوس د څارويو څرولو لپاره مناسب ځای نه لري.

ده زیاته کړه: «د نادعلي ولسوالۍ اړوندې دښتې او څړځايونه اوس ټولې کرنیزې ځمکې دي او خلکو غصب کړې، موږ نه پوهېږو چې چېرته لاړ شوو، هېڅوک مو نه پرېږدي. «

په هلمند کې د کوچیانو چارو امر مولوي محمدګل هم د کوچيانو ستونزې ومنلې.

ده زياته کړه: «کوچیان رښتیا هم په دغه ولایت کې د مېنو لپاره ځای، د څښاک پاکې اوبه، ښوونځي او کلینیک نه لري او ستونزې يې ډېرې دي.»

بلخوا بیا د هلمند د کرنې او مالدارۍ ریاست د څرځایونو امر انجنیر عبدالکافي که څه هم د کوچیانو د دغې ادعا په اړه چې ټولې دښتې او ځمکې د خلکو له خوا غصب شوې، څه نه وایي، خو دا مني چې کوچیان ستونزې لري او په خبره یې د ستونزو د حل په موخه یې هڅي پیل کړې دي .

نوموړي وویل: «د کوچيانو لپاره د اوبو پر دوو لویو ذخیرو کار روان دی او له موسساتو هم دې برخه کې مرستې غواړو چې په ریګي سيمو کې د کوچيانو لپاره مناسبې مېنې او څرځایونه ور معلوم کړو.»

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.