ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بامیان پوهنې ریاست د دغه ولایت په ښوونځيو کې د ۲زره ښوونکو کمښت ته اندېښمن دی

د بامیان پوهنې ریاست د دغه ولایت په ښوونځيو کې د ۲زره ښوونکو کمښت ته اندېښمن دی

author avatar
23 Jul 2022 - 12:56
د بامیان پوهنې ریاست د دغه ولایت په ښوونځيو کې د ۲زره ښوونکو کمښت ته اندېښمن دی
author avatar
23 Jul 2022 - 12:56

بامیان (پژواک، د زمري لومړۍ ۱۴۰۱): د بامیان د پوهنې ریاست مسوولین په دغه ولایت کې د ښوونځيو د ودانیو او ښوونکو له کمښته خبر ورکوي.

د یاد ریاست تدریسي مرستیال محمدعالم فاضل پژواک ته وویل: «د بامیانو د پوهنې ریاست له بېلابېلو ستونزو سره مخ دی چې له ډلې یې د ۲زره ښوونکو کمښت، د ښوونځیو د ودانیو او وسایلو نه­شتون چې شمېر یې ۶۰ ښوونځیو ته رسېږي، دغه اندېښنه لا ډېره کړې ده.»

نوموړي له اړوند وزارت او همکارو موسسو وغوښتل چې د پوهنې بهیر د ښه­والي او درسي توکو د برابرولو په برخه کې له دغه ریاست سره لا ډېره همکاري وکړي.

خو نوموړي د یادې ادارې له لاسته­راوړنو او فعالیتونو څخه هم یادونه وکړه او زیاته یې کړه، د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته، د ښوونځيو دروازې تل د زده­کوونکو پرمخ پرانیستې دي او ټولو ته درسي کتابونه رسېدلي دي، د دې ترڅنګ د درسي موادو د ښه کیفیت په موخه په دوامداره توګه له ښوونځیو څارنه کېږي.

د بامیان په مرکز کې د یوه ښوونځي امر عبدالمجید سروش وویل، د «قرغنه­تو» لېسې ۸ ښوونکي کم دي چې اړوند ریاست ته له څو ځلې مراجعې سره سره، لاهم دغه ستونزه حل شوې نه ده.

دغه­راز زده­کوونکي هم د درسي امکاناتو له کمښت او په دوامداره توګه د تدریس له نشتوالي شکایت لري او په دې برخه کې د اړوند مسوولینو د پاملرنې غوښتنه کوي.

د بامیان په مرکز کې د نارینه زده­کوونکو لېسې یوه زده­کوونکي پژواک ته وویل: «زده کوونکو ته په ټولو درسي ساعتونو کې زده کړه نه ورکول کېږي، د ښوونکو کمښت، تشو درسي ساعتونو او د درسي امکاناتو نه­شتون موږ اندېښمن کړي یو او له دې امله زده‌کوونکي له تعلیم او تحصیله زړه ماتي شوي دي.»

د یاد ولایت د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال محمدعالم فاضل وايي چې د دغه ولایت د پوهنې ستونزې یې د پوهنې له وزارت سره شریکې کړې او هیله­من دی چې په نږدې راتلونکي کې به رسېدنه ورته وشي.

د نوموړي په وینا، د تېر کال د شمېرو له مخې چې د ۱۴۰۰ کال په غويي کې ثبت شوې وې، له ۱۵۰زره ډېر زده‌کوونکي پر عمومي او تخنیکي زده کړو بوخت وو چې له ډلې یې ۴۸ سلنه نجونې او ۵۲ سلنه نور یې هلکان وو.

Visits: 114

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.