ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

متقي: نړۍوال دې بشري موضوعات له سیاسي مسایلو سره نه تړي

متقي: نړۍوال دې بشري موضوعات له سیاسي مسایلو سره نه تړي

author avatar
24 Jul 2022 - 01:50
متقي: نړۍوال دې بشري موضوعات له سیاسي مسایلو سره نه تړي
author avatar
24 Jul 2022 - 01:50

کابل (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ۱۴۰۱): په افغانستان کې د اروپایي اتحاديې د استازي دفتر وایي چې دوی له اسلامي امارت سره د رعنده تعامل له لارې غواړي افغانانو ته خدمات وړاندې کړي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء د شپې ناوخته په یو لړ ټویټونو کې لیکلي چې د اروپايي اتحادیې د استازولۍ شاژدافیر ارنوټ پاول د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره وکتل او پر ګڼو مهمو موضوعاتو یې خبرې ورسره وکړې.

سرچینې زیاته کړې، پاول له نوي حکومته مننه وکړه چې د دوی د استازولۍ او کارکوونکو امنیت یې خوندي کړی او له نوي افغان حکومت سره یې ښکېلتیا ته په اشاره وویل چې اروپايي اتحادیه غواړي له اسلامي امارت سره د رغنده تعامل له لارې د خپل ماموریت په ترڅ کې افغانانو ته خدمات وړاندې کړي.

د بهرنیو چارو وزیر د پاول د خبرو په ځواب کې وویل، په افغانستان کې امنیت تامینول د حکومت مسوولیت دی؛ هیچا ته به اجازه ور نه کړي چې د هېواد دننه یا هم د افغانستان له خاورې نورو ته امنیتي ګواښ متوجه کړي.

مرستیال ویاند ویلي، امیرخان متقي پر نړۍوالو غږ وکړ چې بشري موضوعات له سیاسي مسایلو سره ونه تړي او له نوي حکومت سره په افغانستان کې په راغلو مثبتو پرمختګونو سترګې پټې نه کړي.

هغه زیاته کړه چې نړۍوال باید له افغان حکومت سره د خبرو اترو له لارې مخې ته پراته مسایل حل کړي.

متقي په ډاډ سره وویل چې نوي حکومت د افغان ولس غوښتنو ته رسېدنه کړې او په دې برخه کې لا هم په جدیت سره هلې ځلې روانې دي.

Visits: 110

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.