کابل (پژواک، ۶ زمری ۱۴۰۱): د افغانستان کابینې ځانګړو پلاوو ته دنده وسپارله چې د «امارتي کارکوونکو او مسوولینو» د ګومارنې او ګوښه کولو اسناد او اصول او بهرمېشتو افغانانو ته د تذکرو وېش، تاییدي او د بیې څرنګوالی وارزوي.
د چارو ادارې پر وېبپاڼه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن د کابینې غونډه د رییسالوزراء ملا محمد حسن اخند په مشرۍ جوړه شوه.
د خبرپاڼې له مخې، په دې غونډه کې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د لوی رییس ډاکټر فقیرمحمد زیار په مشرۍ د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني، د بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو او د استخباراتو عمومي ریاست د استازو په ګډون پلاوي ته دنده وسپارل شوه چې په بهر کې مېشتو افغانانو ته د هغوی په غیاب کې د تابعیت تذکرو د وېش، تاییدي او د بیې ټاکلو په اړه د هر اړخيزو معلوماتو په رڼا کې خپل نظر د کابینې غونډې ته وړاندې کړي.
دغه راز د خبرپاڼي له مخې، د کابینې په غونډه کې پرېکړه وشوه چې اداري کمېسیون دې د شرعي اصولو په رڼا کې د امارتي کارکوونکو او مسوولینو د تقرر او ګوښه کولو پر اړوند تقنيني اسنادو او اصولو بيا کتنه ترسره او د ستونزو د حل لپاره دې خپل نظر د کابینې غونډې ته وړاندې کړي.
سرچینې لیکلي چې کابینې د لوی څارانوال مولوي شمسالدین شریعتي په مشرۍ د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مرستیال او د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر او د شکایاتو اورېدو وزارتونو او د چارو ادارې لوی ریاست استازو په ګډون یو پلاوی موظف کړ چې د کابل ښاروالۍ اړوند د شکایتونو او همدارنګه په یاده اداره کې د شته ستونزو په اړه هر اړخیزه څېړنه ترسره او بشپړ راپور دې یې له خپلو نظرونو او حل لارو سره یوځای د کابینې غونډې ته وړاندې کړي.
په خبرپاڼه کې په دې اړه جزئیات نه دي ورکړل شوي.
Views: 314
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن