Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

دفاع وزارت: د هېواد پر خاوره د تېري په صورت کې له خپلې لوېشت لوېشت خاورې دفاع کوو

کابل (پژواک ۶ زمری ۱۴۰۱): د دفاع وزارت د دې ترڅنګ چې وايي، د عمر ثالث فرقې د اتمې سرحدي لوا مسوولينو د وضعیت د څېړلو لپاره د واخان، زیباک او اشکاشم ولسوالیو له سرحدي سيمو کتنه وکړه، ټینګار کوي چې د هېواد پر خاوره د تېري په صورت کې له خپلې لوېشت لوېشت ځمکې دفاع کوي.

د ملي دفاع وزارت د بدخشان ولایت د واخان په اړه د خپرو شویو اوازو په تړاو اعلاميه خپره کړې ده.

په اعلاميې کې راغلي چې د ځینو رسنیو او ټولنیزو شبکو د کاروونکو له ادعاوو وروسته، چې ګواکې پاکستاني پوځیان د افغانستان بدخشان ولايت د واخان ولسوالۍ اړوندو سيمو کې مخته راغلي، د ملي دفاع وزارت او ستر درستيز د رهبرۍ په لارښوونه د عمر ثالث فرقې، د اتمې سرحدي لوا مسوولينو او ځینو مجاهدينو د وضعیت څېړلو په موخه د واخان، زیباک او اشکاشم ولسوالیو ته ولاړل او هلته یې له سرحدي سيمو او مېشتو مجاهدینو سره لیدنه وکړه.

سرچينه کاږي، د دغه سفر په لړ کې د عمر ثالث فرقې او اتمې سرحدي لوا مسوولینو د واخان ولسوالۍ له «بروغيل» کرښې څخه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ګډه پوله ده، لیدنه وکړه او په دغو سیمو کې له مېشتو سرحدي ځواکونو نه يې د امنیت ټينګښت او د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا ساتلو او ډاډ حاصلولو په خاطر قدرداني او مننه وکړه.

ملي دفاع وزارت وايي: «دا مهال د بدخشان او د هېواد نورې سرحدي سیمې او فرضي کرښې د مجاهدینو تر واک لاندې دي او هیڅ ډول ستونزه نه لیدل کېږي.»

په یاده اعلاميه کې ویل شوي چې دفاعي او امنيتي ځواکونه له ګاونډيانو سره ښه ګاونډيتوب ته ژمن دي او د هېواد پر خاوره د تېري په صورت کې به له خپلې لوېشت لوېشت ځمکې څخه په مېړانه دفاع وکړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.