ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سمیرا: کاکا ډوډۍ اخلې؟

سمیرا: کاکا ډوډۍ اخلې؟

author avatar
28 Jul 2022 - 16:32
سمیرا: کاکا ډوډۍ اخلې؟
author avatar
28 Jul 2022 - 16:32

تالقان (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۱): د نجونو د ښوونځیو د دروازو بند پاتې کېدل؛ سمیرا زده‌کوونکې وه او هیله یې درلوده چې ډاکټره شي، خو اوس ډوډۍ پلوري او له هر لاروي پوښتي، کاکا ډوډۍ اخلې؟

د غرمې ۱۲ بجې دي او په تالقان ښار کې تودوخه تر ۴۲ درجې لوړه ده، خو د دغه ښار په یوه څنډه کې ‎یو شمېر ښځې له کلونو راهیسې ډوډۍ پلوري او له همدې لارې د ژوند چارې پر مخ بیایي؛ دا چې دغو ښځو ډوډۍ پلورلو ته مخه کړې نو دا کار یې هم له ستونزو سره مخ شوی دی، کله د ځینو استفاده کوونکو نارینوو او کله هم د ښاروالۍ ادارې له خوا ځورول کېږي او تر ټولو لویه ستونزه دا چې کله ناکله په بازار کې د کورنیو ډوډیو د پلور بازار هم پیکه کېږي.

ما له ښځینه ډوډۍ پلورونکو وپوښتل چې د بازار وضعیت څنګه دی، ایا ډوډۍ پلورل کېږي که نه؟ ناڅاپه د دغو ښځو له منځه یوه شین سترګې نجلۍ ودریده او ویې ویل: «کاکا، هېڅ بازار نه لرو، له مجبورۍ راغلې یو څو ډوډۍ وپلورو؛ ځکه څو میاشتې کېږي چې د ښوونځي دروازه زموږ پر مخ تړل شوې ده او اوس له بېکارۍ او په کور کې ستړې شوې یم.»

وروسته مې درک کړه چې هغه د ښوونځي زده‌کونکې وه او اوس له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځی دروازو تړل کېدو له امله، ډوډۍ پلورلو ته مخه کړې ده.

په لومړيو کې دې نجلۍ نه غوښتل چې راسره خبرې وکړي؛ خو ورته مې وويل چې خبريال يم او دا راپور ښايي د دې لامل شي چې د ښوونځيو ټولې دروازې د نجونو پر مخ پرانيستل شي؛ هغه یوه شېبه غلې شوه او د یو شرط په اېښودو یې راسره خبرې پیل کړې، د سمیرا شرط دا و چې زه باید د هغې بشپړ عکس وانه اخلم، ما د هغې غوښتنه ومنله او ورو ورو یې د ډوډۍ پلورلو کیسه یې راته داسې بیان کړه.

هغې وویل: «تېر کال کله چې حکومت ړنګ شو، زه د ښوونځي په ۷ ټولګي کې وم، په راتلونکي کې د ډاکټر کېدو په خیال کې وم؛ خو د نظام له سقوط وروسته، پلار مې هم هغسې لېوالتیا چې مخکې یې مکتب ته زما له تګ سره درلوده، د اوسنيو حالاتو په ليدلو سره دا لېوالتيا ورو ورو له منځه تله او زه خواشینې کېدم چې باید څه وکړم، اخر زما برخلیک څه کېږي او ۷ کاله زحمتونه مې برباد شول، خو له دې ټولو سره سره زه هیله‌منه وم چې راتلونکې میاشت به ښوونځی پیل شي او په لېوالتیا سره به خپلو زده‌کړو ته راستنه شم، د دې هیلې اوس ۱۱ میاشتې کېږي، له دې پرته چې له شپږم پورته ټولګي د نجونو پر مخ پرانیستل شي، میاشتې وشوې خو دغه هیله‌مندي پوره نه شوه، زه څو ځله په کور کې ناروغه شوم او نږدې وه چې ژور خپګان راته پیدا شي، وروسته زما مور پرېکړه وکړه څو زه هم د یو شمېر ګاونډیانو د ځینو ښځو او نجونو په شان ډوډۍ وپلورم.»

سمیرا چې اوس له سهاره تر ماښامه په سره لمر کې د سړک پر غاړو، په باران، دوړو او د موټرونو د غږونو په زغملو سره ډوډۍ پلوري، وايي، له دې امله چې ښوونځي تړلي او ښوونځي ته د تلو اجازه نه لري، ډوډۍ پلوري او لږ تر لږه له دې لارې د خپلې شپږ کسيزې کورنۍ یو څه لګښت پوره کوي او خپلې تياره ورځې او شپې تېروي.

نوموړې وویل: «پلار مې په تېر حکومت کې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې و او اوس له هېواده وتلی دی.»

سمیرا د دې پوښتنې په ځواب کې چې اوسنۍ هیله یې څه ده؟ وویل: «کله چې ښوونځي ته لاړم، هیله مې درلوده چې په راتلونکي کې د نورو د درد طبیبه (ډاکتره) شم، او اوس یوازې زما هیله نه، بلکې د زرګونو افغان نجونو یوازینۍ هیله په هېواد کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو پرانیستل دي.»

د سمیرا نازکې ګوتې چې باید د قلم او کتاب په تمرینونو بوختې وای، اوس د ډوډۍ په شمېرلو بوختې دي او پر لاره له هر تېرېدونکي پوښتي چې کاکا ډوډۍ اخلې؟

سمیرا چې له دوو میاشتو راهیسې ډوډۍ پلوري، ستونی یې کلک دی او له حکومته غواړي چې ښوونځي ته تلل شرم نه دی، بلکې پر سړک د یوې نجلۍ غرور تر پښو لاندې کېدل د ننګ خبره ده.

په ورته مهال، د پوهنتون استادان او کارپوهان هم په هېواد کې د نجونو د ښوونځیو تړل کېدل د اندېښنې وړ بولي او له خطرناکو پایلو یې خبرداری ورکوي.

یو کارپوه سمیع‌الله سیحون وايي، هغه نجونې چې ښوونځيو ته له تګ محرومې دي، اوس یې درنو کارونو کولو ته مخه کړې، ښایي له جسمي او رواني ستونزو سره مخ شي چې دا خپله یوه ناوړه پایله ده.

سيحون دغه‌راز په هېواد کې د نجونو د ځان وژنې د کچې زياتوالي لامل هم د ښوونځيو تړل کېدل بولي او خبردارى ورکوي چې د اوږدمهال لپاره تر حده زيات محروميتونه د اخلاقي فساد د پراخېدو لامل کېږي.

د پوهنتون استاد سید شجاع‌الدین رسولي وايي، د یوه هېواد پرمختګ د هغه د خلکو د پوهې په کچې پورې تړلی دی.

هغه د نجونو د ښوونځیو تړل کېدل د جدي اندېښنې وړ بولي او وایي: «نجونې د افغاني ټولنې لویه برخه جوړوي چې د تعلیم له حقه باید بې برخې نه شي او که زموږ ټولنه ناپوهې او نالوستې ښځې ولري، ښایي له اخلاقي پلوه هم سقوط وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د جمهوري نظام له پرځېدو وروسته د ښوونځیو له شپږم پورته ټولګي د نجونو پر مخ تړل شوي دي.

خو د پوهنې وزارت د نوي ښوونیز کال په پیل کې ویلي و چې پر یوې طرحې کار روان دی چې له مخې به یې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي بېرته پرانیستل شي.

Views: 77

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.