پلخمري (پژواک، ۱۳ لېندۍ ۱۴۰۳): د بغلان امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په ګذرګاه نور ولسوالۍ کې یوه ځوان د ټوپک په ډزو ځان وژلی دی.
د بغلان د امنیې قوماندانۍ له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ د دغه ولایت د ګذرګاه نور ولسوالۍ په چراب کلي کې د ضیاءالرحمن په نوم یوه ځوان د کلاشینکوف په ډزو ځان وژلی دی.
سرچینې لیکلي، د لومړنیو پلټنو او د هلک د خپلوانو د معلوماتو له مخې ښکاري چې دغه کس د کورنۍ ستونزو له امله ځانوژنه کړې ده خو په دې اړه څېړنې پیل شوې دي.
د یادولو ده، تېره اونۍ هم د دغه ولایت په خنجان ولسوالۍ کې یوه ځوان د کورنیو ستونزو له امله خپله مور د چړې په وسیله وژلې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP