ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سويډن کمېټې پکتيکا کې د «پوهنه رڼا ده» په نوم ښوونیز کمپاين پيل کړ

سويډن کمېټې پکتيکا کې د «پوهنه رڼا ده» په نوم ښوونیز کمپاين پيل کړ

author avatar
30 Jul 2022 - 18:04
سويډن کمېټې پکتيکا کې د «پوهنه رڼا ده» په نوم ښوونیز کمپاين پيل کړ
author avatar
30 Jul 2022 - 18:04

ښرنه (پژواک، ۸ زمری ۱۴۰۱): د افغانستان لپاره د سويډن کمېټې په پکتيکا ولایت کې د «پوهنه رڼا ده» تر عنوان لاندې ښوونيز کمپاين پيل کړى چې موخه يې ښوونځيو ته د هلکانو او نجونو رابلل دي.

په پکتيکا کې د سويډن کمېټې د تعليم او تربيې څانګې مسوول محمد ذکريا اکبري په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوى «پوهنه رڼاه ده» تر عنوان لاندې ښوونيز کمپاين پيل کړى دى.

هغه وايي، له دې کمپاين څخه موخه ښوونځيو ته د هلکانو او نجونو رابلل او د مطالعې فرهنګ دودول دي.

ده زياته کړه چې یاد کمپاين به دوى د مرکز ښرنې ترڅنګ ولسواليو ته هم غځوي، څو خلک له زده‌کړو سره مينه پيدا کړي.

هغه زياتوي: «دا کمپاين دوه برخې لري چې يوه برخه کې دروازه په دروازه ده، يعنې موږ کليو او بانډو ته ورځو، په خلکو بروشرونه ويشو او ترڅنګ يې موږ غږيز پيغامونه جوړ کړي چې په موټرونو کې د نښلول شويو لوډسپيکرونو له لارې خلکو ته اورول کېږي، او بله برخه يې په خيمو کې د کتاب د نندارتونونو جوړول دي چې څو ورځې به دوام وکړي.»

بل لور ته خلک هم دغه شان پروګرامونه ګټور بولي.

د ښرنې يوه اوسېدونکي احسان‌الله سمون دغه شان کمپاينونه د زده‌کړو په برخه کې ګټور بولي او وايي، خلک بايد د زده‌کړو او مطالعې پر قدر پوه شي.

ده وويل: «دغه پروګرام بايد تر کليو او بانډو پورې ورسول شي، تر څو خلک پر خپلو اولادونو تعليم وکړي.»

په پکتيکا کې د زده کړو په برخه کې یاد کمپاين داسې مهال ترسره کېږي چې د روان تعليمي کال له پيله له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي په ټول هېواد کې تړل شوي دي.

Views: 40

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.