کندهار (پژواک، ۹ زمری ۱۴۰۱): د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د وړمې شپې بارانونو او سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.
چارواکي وایي، په دغه ولسوالۍ کې درې سوه کورونه اوبو ویجاړ کړي او ځیني نورې ودانۍ یې تخریب کړي دي.
د کندهار ولایت مقام ویاند حاجي زید نن «د زمري ۹مه» پژواک خبري اژانس ته وویل، په سپين بولدک ولسوالۍ کې وروستیو اورښتونو او سېلابونو پنځه ماشومان ټپيان کړي، خو مالي زیانونه یي ډېر زیات دي.
هغه زیاته کړه: «د مرګ ژوبلي په اړه تراوسه موږ ته د پنځو ماشومانو د ژوبلېدو خبر راغلی، خو په دې اړه لا هم سروې روانه ده او مالي زیانونه تر حساب تېر دي.»
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP