منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۱۱ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په سپين بولدک ولسوالۍ کې سېلابونو سلګونه کورنۍ زیانمنې کړې

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۵۷ کتنې

کندهار (پژواک، ۹ زمری ۱۴۰۱):  د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د وړمې شپې بارانونو او سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.

چارواکي وایي، په دغه ولسوالۍ کې درې سوه کورونه اوبو ویجاړ کړي او ځیني نورې ودانۍ یې تخریب کړي دي.

د کندهار ولایت مقام ویاند حاجي زید نن «د زمري ۹مه» پژواک خبري اژانس ته وویل، په سپين بولدک ولسوالۍ کې وروستیو اورښتونو او سېلابونو پنځه ماشومان ټپيان کړي، خو مالي زیانونه یي ډېر زیات دي.

هغه زیاته کړه: «د مرګ ژوبلي په اړه تراوسه موږ ته د پنځو ماشومانو د ژوبلېدو خبر راغلی،  خو په دې اړه لا هم سروې روانه ده او مالي زیانونه تر حساب تېر دي.»

ده زیاته کړه، پرون کندهار والي حاجي محمد یوسف وفا، د کډوالو چارو او نورو ادارو مسوولین بولدک ته ولاړل او له سېلاب ځپلو کورنیو سره لومړنۍ مرستې وشوې.

هغه دغه راز پر نړیوالو خیریه او مرستندویه بنسټونو ږغ وکړ چې په سیمه کې ټول ویجاړ شوي کورونه د بېوزلو دي نو باید مرستې ورسره وشي.

بل خوا زيانمن شوي کسان هم له حکومت او خیریه بنسټونو د مرستې غوښتنه کوي.

د سپين بولدک ولسوالۍ مرکز اوسېدونکی اغامحمد وویل: «د سیلابونو له امله مې ټول کور ونړید، خو له نېکمرغه چې ځاني زيان يې نه دی اړولی.»

ده زياته کړه، کور يې په ډېرو خواريو جوړ کړی و او د بېرته رغولو توان يې نه لري.

نوموړی وايي، حکومت او نور مرستندویه بنسټونه دې د کور په جوړولو کې مرسته ورسره وکړي.

د یادې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی احمدالله هم وايي چې کور يې سيلابونو نړولی او اوس د اوسېدو یوازې دوې کوټې ور پاتې دي.

ده زیاته کړه: «تقریباً زموږ نهه خونې نړېدلي دي، شکر دی ځاني زیان نه دی راته رسېدلی، خو مالي زیان شاوخوا لس لکه افغانیو ته رسېږي.»

د سپین بولدک ولسوالۍ کې د شپږمې حوزې یو تن سرتېری قدرت الله وایي، دوی ته د همدې حوزې سېلاب ځپلو کورنيو څخه ۱۵۰ عريضې رسېدلې دي.

د هغه په وینا، په ځینو ساحو کې د سېلابونو اوبو ماشومان مړه کړي چې یوازې په یوه سیمه کې پنځه ماشومان له خاورو څخه راایستل شوې دي.

ده زیاته کړه: «د نړېدلو کورونو شمېر ډېر زیات دی، موږ ته تراوسه تر ۱۵۰ پوري عریضې راغلي دي او لا هم خلک راروان دي، په یوه سیمه کې خلکو پنځه ماشومان له خاورو څخه راایستلي وو نو کېدای شي ځاني زیان هم ډېر وي.»

د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ ترڅنګ په تېرو دوو اونیو کې په شاولیکوټ، ژړۍ، معروف، ارغنداب او ځینو نورو ولسوالیو کې هم سېلابونه راوتلي و چې د دغه ولایت د رسمي سرچينو په وینا درانه ځاني او مالي زيانونه يې اړولي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې