ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نیمروز کې لسګونو بېوزلو کورنیو ته د چرګوړو د تولید ماشینونه ووېشل شول

نیمروز کې لسګونو بېوزلو کورنیو ته د چرګوړو د تولید ماشینونه ووېشل شول

author avatar
3 Aug 2022 - 18:24
نیمروز کې لسګونو بېوزلو کورنیو ته د چرګوړو د تولید ماشینونه ووېشل شول
author avatar
3 Aug 2022 - 18:24

زرنج (پژواک، ۱۲ زمری ۱۴۰۱): د نیمروز مسوولین په دغه ولایت کې د اوبو څاه‌ګانو د پاکولو لپاره د ۱۲۰۰ کیلوګرامه کلورینو او بېوزلو کورنیو سره د چرګوړو د تولید د ۵۰ دستګاوو د مرستې خبر ورکوي.

د نیمروز ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس مولوي صدیق‌الله نصرت وویل، نن بېوزلو او بې سرپرستو کورنیو ته د چرګوړو د تولید ۵۰ دستګاوې له ټولو امکاناتو سره ووېشل شوې.

نوموړی وایي، دغه مرستې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (یو این اچ سي ار) او (اکرو) موسسې له خوا د نیمروز ولایت د کډوالو چارو ریاست په همکارۍ وېشل شوې دي.

د هغه په خبره، هرې کورنۍ ته  د چرګوړو د تولید دستګا ترڅنګ، د لمریزې برېښنا یوه دستګاه، یوه بترۍ، دوه بورۍ (۵۰ کیلويي) د چرګوړو خوراکي مواد او د چرګوړو د تولید لپاره د اړتیا وړ نور وسایل ورکړل شول.

په دغه حال کې د اکرو موسسې مسوول انجنیر عبیدالله رحماني وویل، بې سرپرستو کورنیو ته د دغو دستګاوو د وېشلو موخه کارموندنه او د بېوزلۍ کمول دي.

هغه زیاته کړه: «دغه سروې د نیمروز په لرو پرتو سیمو کې ادامه لري، څو ډېرې مستحقې کورنۍ تر  پوښښ لاندې راولو.»

د یوه بل خبر له مخې، یونیسف په دغه ولایت کې د اوبو پاکولو لپاره د سلګونه کیلوګرامه کلورینو مرسته کړې ده.

د اوبو رسونې ادارې رییس مولوي احسان‌الله احسان پژواک ته وویل، د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) دغه مواد د څاه‌ګانو د اوبو پاکولو په موخه مرسته کړې ده.

د هغه په خبره، تصمیم داسې دی چې له دې کلورینو څخه د زرنج ښار او ولسوالیو د اوبو د وېش په ذخیرو او څاه‌ګانو کې استفاده وشي.

هغه وویل: «اوسمهال مرسته شوي کلورین دخیره کيږي څو پورې چې سیستم فعاله شي؛ دغه کلورین د پوډرو په ډول دي او یوازې د اوبو رسونې په شبکو کې ترې استفاده کېږي، خلکو ته نه ورکول کېږي.»

سرچینه وایي، کورنیو ته د کلورین ټابلېتونو د وېش په موخه له یوې موسسې سره خبرې روانې دي.

Views: 24

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.