ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار کانال ریاست د مالدارۍ دوه فارمونه په عصري او مجهزه بڼه بېرته فعالوي

د ننګرهار کانال ریاست د مالدارۍ دوه فارمونه په عصري او مجهزه بڼه بېرته فعالوي

author avatar
4 Aug 2022 - 15:26
د ننګرهار کانال ریاست د مالدارۍ دوه فارمونه په عصري او مجهزه بڼه بېرته فعالوي
author avatar
4 Aug 2022 - 15:26

جلال‌اباد (پژواک، ۱۳ زمری ۱۴۰۱): د ننګرهار ولايت د کانال رياست مسوولين وايي، تر څلورو لسيزو وروسته يو ځل بيا د مالدارۍ دوه مهم عصري او مجهز فارمونه بېرته فعالوي.

د معلوماتو له مخې، د ننګرهار کانال د دويم او درېيمو فارمونو اړوند د مالدارۍ یاد عصري فارمونه – چې يو وخت يې تازه شيدې او نور محصولات هره ورځ پر جلال‌اباد ښار سربېره پلازمېنې کابل ته لېږدول کېدل – په تېرو کورنيو جګړو کې له منځه تللي دي.

د ننګرهار د کانال رييس مولوي غلام‌الرحمن د زمري په ۱۳مه پژواک اژانس ته وويل، پلان لري چې  د څلور لسیزې وړاندې هغه مهال د کانال اړوند په دويم او درېيمو فارمونو کې چې کوم مجهز او د وخت په عصري بڼه د مالدارۍ فارمونه جوړ او موجود وو، بیا ځلي فعال کړي.

دی وايي، د یادو فارمونو ودانۍ په بشپړه توګه د وروستیو ناخوالو او خپلمنځي جګړو ښکار او ړنګې شوې دي.

نوموړی وايي، په یادو دواړو فارمونو کې شاوخوا ۱۵۰۰ غواګانې موجودې وې او هر سهار به يې تازه لبنیات لکه، شېدې، ماسته او کوچ پلازمېنې کابل ته هم لېږدول کېدل.

د هغه د معلوماتو له مخې، په دغو فارمونو کې سلګونو کسانو کار کاوه او ترڅنګ يې ډېره کرنيزه ځمکه هم اباده کړې وه.

د کانال رييس وايي، اوس يې پلان جوړ کړی چې یاد فارمونه بېرته ورغوي او د لبنياتو د محصولاتو زياتولو ترڅنګ، خلکو ته د کار زمينه هم برابره کړي.

د نوموړي په خبره، یاده موضوع یې له کرنې وزارت سره شريکه کړې او ډېر ژر به د کانال رياست په امکاناتو سره د دغو فارمونو د بيارغونې عملي چارې پيل شي.

په ورته وخت کې د ننګرهار د کانال رياست ویاند سید همایون غریبمل وایي، ياده اداره اوس هم د مالدارۍ يو فارم لري چې هره ورځ تر ۵۰۰ ليټره تازه شيدې بازار ته وړاندې کوي.

نوموړي پژواک ته وويل، په دغه فارم کې ۲۸۰ څاروي موجود دي چې له ډلې يې د ۵۱ غواګانو شېدې هره ورځ بازار ته وړاندې کېږي.

دی وايي، د دغه فارم بله ګټه کانال رياست ته دا ده چې هره مياشت لسګونه ټنه حيواني سره هم د کانال باغونو ته ترې وړل کېږي.

د ننګرهار ولايت اوسېدونکي هم د کانال ریاست له لوري د دوو نورو فارمونو جوړېدو ته خوښ دي او غوښتنه کوي چې ژر تر ژره دې دغه فارمونه بياورغول شي.

د جلال‌اباد ښار يو اوسېدونکی عبدالصبور وايي، د پخواني پاچا ظاهر شاه او داوود خان د واکمنۍ په وختونو کې يې د کانال رياست د مالدارۍ د فارمونو تازه محصولات د کور مخې ته تر لاسه کول او ډېر يې ليدلي چې هر سهار به کابل ښار کې هم پلورل کېدل.

د ننګرهار کانال رياست د مالدارۍ پر فارمونو سربېره د زيتونو، ستروسو، خرما او تازه سبزيو پراخ فارمونه لري چې زرګونه کسانو ته پکې د کار زمينه برابره شوې ده.

Views: 109

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.