کابل (پژواک، ۱۳ زمری ۱۴۰۱): چین، په کابل کې د القاعده د مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو تر اعلان وروسته وایي، د ترهګرۍ ضد همکارۍ باید د نورو هېوادونو حاکمیت زیانمن نه کړي.
د روانې اونۍ د سېشنبې په شپه د امريکا ولسمشر جو بايډن وويل چې ایمن الظواهري د همدې اونۍ د یکشنبې په سهار د کابل په شېرپور سیمه کې د امریکا د بېپیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.
د افغانستان سرپرست حکومت پرته له دې چې د ايمن الظواهري د وژلو په اړه څه ووايي، په شېرپور کې يې د امريکا د بېپيلوټه الوتکې بريد تاييد کړی او دا يې د دوحې له تړون څخه سرغړونه بللې ده.
چین تېره شپه په دې اړه غبرګون ښودلی دی.
په کابل کې د چین سفیر وانګ یو (Wang Yu) د الظواهري د وژل کېدو د خبر په غبرګون کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاندې «هوآ چون یینگ» له قوله په خپل ټویتر کې لیکلي چې د ترهګرۍ ضد همکارۍ باید د نورو هېوادونو حاکمیت زیانمن نه کړي.
سرچینه زیاتوي چې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې باید دوهګوني معیارونه شتون ونه لري او له هر ډول ترهګرۍ سره مبارزه کې باید له یو ډول معیارونو کار واخیستل شي.
ځینو نورو هېوادونو هم په دې اړه غبرګونونه ښودلي دي.
د کاناډا او سعودي عربستان حکومتونو د امریکا له لوري د ایمن الظواهري د وژل کېدو هرکلی او د ترهګرۍ پر وړاندې یې پر ګډې مبارزې ټینګار کړی، قطر له افغانستان او امریکا څخه غوښتي چې د دوحې تړون ته ژمن اوسي، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوازې دومره ویلي چې هر ډول ترهګري غندي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP