جلال اباد (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۱): د ننګرهار په مومندره ولسوالۍ کې د ناپېژانده وسلهوالو له لوري يو قومي مشر وژل شوی دی.
که څه هم د لنډ وخت لپاره د سيمې خلکو د ياد قومي مشر د وژل کېدو په غبرګون نن سهار د جلالاباد -تورخم لويه لار د ترافيکو پر مخ وتړله خو د ولسوالۍ د چارواکو او قومي مشرانو په منځګړتوب بېرته پرانيستل شوه.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رياست د رسنيو د همغږۍ مسوول قريشي بدلون د زمري په ۱۴مه پژواک اژانس ته وويل، تېره شپه د مومندرې ولسوالۍ په هزارناو سيمه کې د ملک جميل په نوم يو قومي مشر ناپېژاندو کسانو له کوره ایستلی او سهار يې جسد پيدا شوی دی.
هغه زياته کړه، د ولايت مقام يو پلاوی سيمې ته د پېښې د څېړنې لپاره تللی او ډېر احتمال شته چې دغه پېښه د شخصي دښمنۍ له امله شوې وي.
دی وايي: «دوی يوه قومي شخړه لرله، نو کورنۍ يې وايي چې هماغو کسانو له کوره بهر کړی او بيا يې وژلی، پېښه تر بررسۍ لاندې ده نور جزئيات به يې وروسته شريک کړو.»
بل لور ته د سيمې يو بل قومي مشر ملک محکم خان هم پژواک ته دغه پېښه تاييد کړه او زياته يې کړه چې نن سهار د سيمې خلکو د اعتراض په توګه جسد د جلال اباد – تورخم لويې لارې ته را ايستلى و او لار يې هم د ترافيکو پر مخ تړلې وه.
دی وايي، وروسته د ولسوالۍ چارواکو ژمنه وکړه چې د پېښې پلټنه کوي او عاملين به يې نيول کېږي نو ځکه لار بېرته پرانیستل شوه.
دا په تېرو دوو ورځو کې دويم قومي مشر دی چې ننګرهار کې وژل کېږي، پرون سهار په يوه بله پېښه کې د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې يو قومي مشر وژل شوی و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP