فراه (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۱): په فراه ولایت کې ځیني ځوانان وايي، ډېری خلکو خپل اکثر وخت د ټولنیزو شبکو کارولو او کتلو ته وقف کړی چې دې چارې د کتاب لوستنې پر فرهنګ ناوړه اغېز کړی دی.
د فراه ښار د پنځمې ناحيې اوسېدونکي سيداحمد پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ټولنیزو رسنيو ډېرې کارونې ډېری لوستي کسان او په تېره بیا ځوانان یې د کتاب له مطالعې لرې کړي دي.
ده وویل: «فیسبوک او وټساپ د مطالعې پر وړاندې لوی خنډونه دي او ډېری ځوانان دې رسنیو دومره مصرف کړي چې د کتاب د مطالعې وخت يې ترې اخيستی.»
نوموړی وايي، که ځوانان خپل وخت همداسې د ځيرک ټیلفونونو او ټولنیزو رسنیو په کارولو کې تېر کړي نو دا به یې پر راتلونکي بد اغېز ولري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن