منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۵۶ غ.م
۱۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

فراهي ځوانان: د ټولنیزو شبکو کارونې د کتاب لوستنې فرهنګ اغېزمن کړی

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۵۸ کتنې · تازه شوی

فراه (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۱): په فراه ولایت کې ځیني ځوانان وايي، ډېری خلکو خپل اکثر وخت د ټولنیزو شبکو کارولو او کتلو ته وقف کړی چې دې چارې د کتاب لوستنې پر فرهنګ ناوړه اغېز کړی دی.

د فراه ښار د پنځمې ناحيې اوسېدونکي سيداحمد پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ټولنیزو رسنيو ډېرې کارونې ډېری لوستي کسان او په تېره بیا ځوانان یې د کتاب له مطالعې لرې کړي دي.

ده وویل: «فیسبوک او وټس‌اپ د مطالعې پر وړاندې لوی خنډونه دي او ډېری ځوانان دې رسنیو دومره مصرف کړي چې د کتاب د مطالعې وخت يې ترې اخيستی.»

نوموړی وايي، که ځوانان خپل وخت همداسې د ځيرک ټیلفونونو او ټولنیزو رسنیو په کارولو کې تېر کړي نو دا به یې پر راتلونکي بد اغېز ولري.

ده له حکومته غوښتنه وکړه چې په ځوانانو کې د کتاب لوستنې فرهنګ دودولو په برخه کې دې کار وکړي.

هغه دغه‌راز وويل، حکومت دې خلکو ته د ټولنیزو رسنیو د ډېرې کارونې د زيانونو او د کتاب لوستنې د ارزښت په اړه عامه پوهاوی ورکړي.

د فراه د مرکز یو بل اوسېدونکي ابراهیم هم د کتاب پر مطالعې د ټولنیزو رسنیو د منفي اغېزو ترڅنګ وویل چې ډېری ځوانان د کتاب پېرلو وسه نه لري، نو پر وینا يې ځکه د کتاب د مطالعې فرهنګ پيکه شوی دی.

ده وویل: «د کتاب له مطالعې سره علاقه لرم، خو ګرانۍ د کتابونو پر بيو هم بده اغېزه کړې او د رانیولو توان يې نه لرم.»

نوموړي زياته کړه، په فراه ښار کې يوازې یو عامه کتابتون شته چې ځوانانو ته يې د  وړيا مطالعې زمينه برابره کړې ده.

بلخوا د فراه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي چې د کتاب لوستنې فرهنګ د دودولو لپاره به لا ډېرې هڅې وکړي.

د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي عبدالحي سباوون پژواک ته وویل چې دوی اوس هم د دغه ولایت په مرکز کې یو عامه کتابتون لري او خلک کولای شي چې هلته د وړيا مطالعې لپاره ورشي.

ده وویل چې خلکو ته به د لا غوره وړیا مطالعې زمينې برابرولو لپاره خپلو هڅو ته دوام  ورکوي.

د ياد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د عامه کتابتون مدیر نذیراحمد حیدري هم پژواک ته وویل: «همدا اوس یو کتابتون فعال دی چې ځوانان د مطالعې لپاره وخت ناوخته راځي او په پام کې لرو چې په نږدې راتلونکي کې دوه نور کتابتونونه هم جوړ کړو.»

ده له ځوانانو وغوښتل چې خپل وخت دې بېځایه نه تېروي او د کتاب لوستلو ته دې مخه کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه