کابل (پژواک، ۲۰ زمری ۱۴۰۱): د جوزجان ولایت د اطفايې امر د دغه ولایت د فیضاباد ولسوالۍ په «بالامردیان» کلي کې د اورلګېدنې د مهارولو خبر ورکوي، خو وايي چي لاهم د دغې اورلګېدنې لامل معلوم نه دی.
د خپرو شویو راپورونو له مخې، د روان کال د زمري میاشتې د اتلسمې په شپه د فیضاباد ولسوالۍ د «بالامردیان» کلي په کورونو کې اورلګېدنه پیل شوه چې تر پرون مازیګره یې دوام درلود.
د جوزجان د اطفايې امر عزیزالدین نظامی پژواک خبري اژانس ته وویل چې د سېشنبې په مازیګر (د زمري ۱۸مه) د فیضاباد ولسوالۍ په «بالامردیان» کلي کې رامنځته شوې اورلګېدنه، پرون ماښام مهار شوه.
نوموړی وايي، په یاده اورلګېدنه کې تر ۵۰ ډېر کورونه له ټولو وسایلو سره په بشپړه توګه سوځېدلي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په یاد کلي کې تر ۲۰۰۰ ډېر کورونه دي.
د سرچینې په وینا، په دغه اورلګېدنه کې چې لامل یې لاهم څرګند نه دی، چاته مرګژوبله نه ده اوښتې، خو یوه ښځه له خپل ماشوم سره چې کله یې د کور د لومړي منزل سوځېدل لیدلي، رواني او روحي وضعیت یې ښه نه دی او اوسمهال په روغتون کې بستره ده.
«بالامردیان» کلی د فیضاباد ولسوالۍ له مرکزه لس کیلومتره واټن لري چې اوسمهال یې اوسېدونکي د اورلګېدنې له امله له کلي وتلي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP