Pajhwok Afghan News

د افغانستان المپیک ملي کمېټې رییس د ترکیې ولسمشر ته د افغانانو په استازولۍ د ښه نیت ډالۍ ورکړه

کابل (پژواک، ۲۰ زمری ۱۴۰۱): د افغانستان د المپیک ملي کمېټې مشر نظرمحمد مطمین د اسلامي هېوادونو پیوستون لوبو په څنډه کې، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ته د افغانانو په استازولۍ د ښه نیت ډالۍ ورکړې ده.

 د ورزش او بدني روزنې عمومي ریاست په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان د المپیک ملي کمېټې او ورزش عمومي ریاست مشر نظرمحمد مطمین د اسلامي هېوادونو پیوستون لوبو په څنډه کې د ترکیي له ولسمشر رجب طیب اردوغان، د کورنیو چارو وزیر سلیمان صویلو، د اسلامیک ګېم له رییس عبدالعزیز بن ترکي آل‌فیصل او د ترکیې د ورزش له چارواکو سره ولیدل.

سرچینې لیکلي، په هغه مېلمستیا کې چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له خوا د اسلامي هېوادونو پیوستون لوبو کې د ګډونوالو هېوادونو چارواکو لپاره جوړه شوې وه، د المپیک ملي کمېټې او سپورت عمومي ریاست رییس د ترکیې ولسمشر ته د افغانانو په استازولۍ د ښه نیت ډالۍ وړاندې کړه چې د اردوغان له خوا یې تود هرکلی وشو.

خبرپاڼه زیاتوي، په دې کتنه کې مطمین د ترکیې له کورنیو چارو وزیر سلیمان صویلو سره هم وکتل او په بېلابېلو برخو کې یې پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وکړې.

په دې خبرپاڼه کې چې تېره شپه خپره شوې، راغلي چې د اسلامي هېوادونو پیوستون لوبې د ګډونوالو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو او د اسلامي هېوادونو ورزشي مسوولینو په شتون کې، تېره ورځ د ترکیې په قونیه ښار کې پرانیستل شوې.

د راپورونو له مخې، د اسلامي هېوادونو پیوستون لوبو کې د ۵۶ هېوادونو ۴۲۰۰ لوبغاړي ګډون کوي.

Views: 191

Exit mobile version