Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

چاپېریال ساتنې اداره: تېر یو کال په هېواد کې څه باندې ۲۰ میلیونه نیالګي کېنول شوي

کابل (پژواک، ۲۲ زمری ۱۴۰۱): د افغانستان د چاپیریال ساتنې ملي اداره وایي، په تېر یوه کال کې په ټول هېواد کې ۲۰ میلیونه او۵۰۰زره مېوه‌لرونکي او زینتي نيالګي کېنول شوي دي.

د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې سرپرست حافظ عزیزالرحمن نن په کابل کې ملت ته د حکومت حساب ورکونې په غونډه کې وویل: «د شنو ساحو د ساتنې او پراختیا په خاطر په مرکز او ولایتونو کې څه باندې ۲۰ میلیونه او ۵۰۰زره مېوه‌لرونکي او بې‌مېوې نیالګي اېښودل شوي دي.»

ده دغه‌راز وویل چې د اقلیمي بدلون د مدیریت په برخه کې د ۱۹۵ میلیون ډالرو په ارزښت، ۳۱ پروژې موجودې وې چې له دې جملې ۱۷ یې بشپړې شوې، پنځه تر کار لاندې دي او ۹ نورې یې منظورې شوې دي.

هغه وویل: «د چاپیریالي اسانتیاوو نړۍوال صندوق (GEF) د نړۍ په کچه د اقلیمي بدلون د مدیریت برخه کې په ټولیز ډول ۴۸۰۰ پروژې لرلې، له دې جملې ۳۱ پروژې چې ۱۹۵ میلیون ډالر ارزښت لري، د افغانستان مربوط وې چې ۱۷ یې بشپړې شوې، ۵ یې تر کار لاندې دي او ۹ نورې یې منظورې شوې دي.»

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.