کابل (پژواک، ۲۲ زمری ۱۴۰۱): د افغانستان د چاپیریال ساتنې ملي اداره وایي، په تېر یوه کال کې په ټول هېواد کې ۲۰ میلیونه او۵۰۰زره مېوهلرونکي او زینتي نيالګي کېنول شوي دي.
د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې سرپرست حافظ عزیزالرحمن نن په کابل کې ملت ته د حکومت حساب ورکونې په غونډه کې وویل: «د شنو ساحو د ساتنې او پراختیا په خاطر په مرکز او ولایتونو کې څه باندې ۲۰ میلیونه او ۵۰۰زره مېوهلرونکي او بېمېوې نیالګي اېښودل شوي دي.»
ده دغهراز وویل چې د اقلیمي بدلون د مدیریت په برخه کې د ۱۹۵ میلیون ډالرو په ارزښت، ۳۱ پروژې موجودې وې چې له دې جملې ۱۷ یې بشپړې شوې، پنځه تر کار لاندې دي او ۹ نورې یې منظورې شوې دي.
هغه وویل: «د چاپیریالي اسانتیاوو نړۍوال صندوق (GEF) د نړۍ په کچه د اقلیمي بدلون د مدیریت برخه کې په ټولیز ډول ۴۸۰۰ پروژې لرلې، له دې جملې ۳۱ پروژې چې ۱۹۵ میلیون ډالر ارزښت لري، د افغانستان مربوط وې چې ۱۷ یې بشپړې شوې، ۵ یې تر کار لاندې دي او ۹ نورې یې منظورې شوې دي.»
هغه زیاتوي، تېر کال يې د ۵۷۳ جوازونو او اړوندو چارو د فیس له درکه څه باندې ۲ میلیونه او ۳۷زره افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي.
د نوموړي په خبره، په تېر یوه کال کې د ۳۷۹ فابریکو، ۱۰۵ لوړپوړیزو ودانیو، ۶۴۶ حمامونو، ۱۲۷۷ رستوارنټونو، ۲۰۸۸ نانوایانو، ۲۳۶ دولتي روغتونونو او کلینیکونو، ۱۶۴ معاینهخانو او درملتونونو د سونتوکو، فاضلاب او کثافاتو مدیریت له سیستم څخه څارنه شوې چې له دې جملې څخه ۳۲۳۵ فعالیتونه اصلاح شوي او ۳۵ شکایتونو ته رسېدنه شوې ده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










