ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې جوړ شوی مستند فلم نندارې ته وړاندې شو

کابل کې جوړ شوی مستند فلم نندارې ته وړاندې شو

author avatar
14 Aug 2022 - 18:57
کابل کې جوړ شوی مستند فلم نندارې ته وړاندې شو
author avatar
14 Aug 2022 - 18:57

کابل (پژواک، ۲۳ زمری ۱۴۰۱): په افغانستان کې له سياسي بدلون وروسته د لومړي ځل لپاره د «ټپي» په نوم مستند فلم نندارې ته وړاندې شو.

یاد ۳۵ دقیقه يي فلم، چې د CMG یا د چین ميډيا ګروپ له لوري جوړ شوی، څلور برخې لري چې د تېرې شل کلنې جګړې له امله د افغانانو ناخوالې، اقتصادي ستونزې او په لېرې پرتو سيمو کې يې د ښوونځيو وضعيت منعکس کړی دی.

دغه فلم به نن شپه د افغانستان د شپږو ټلويزیونونو (راه فردا، واک، بریا، صلح، وطن او STR نیوز) پر سکرينونو خپور شي.

د دغه فلم په یوه برخه کې د برکت الله په نوم د لغمان ولایت هغه ۱۳ کلن کرکټر چې د کورنۍ اووه غړي یې د امریکا په یو هوایي برید کې وژل شوي او یوازې يوه ماشومه خور يې ور پاتې ده، نندارې ته وړاندې شوې دي.

په بله برخه کې يې د میدان وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ اړوند «ملي خېلو» کلی یوه صحنه چې اوسېدونکي يې د تېرو جګړو له امله نورو سیمو ته ګډه شوي و او یاد کلی په بشپړ ډول وران شوی، اوس يې خلک بېرته راغلي او د خپلو ماشومانو لپاره يې په جومات کې د ښوونځي درس پيل کړی، رااخیستل شوې ده.

 دغه راز په تېرو جګړو کې د کابل – کندهار لويې لارې ویجاړ ځایونه او په بغلان کې د یوې لرې پرتې سيمې د خلکو وضعیت چې د حیواناتو په وسیله له لرې ځایه د څښلو اوبه راوړي هم منعکس شوی دی.

په يادو مراسمو کې د ملي راډيو ټلویزيون رییس احمدالله وثیق هم ګډون کړی و، هغه په خپلو خبرو کې وویل: «په لومړي ځل د داسې یو فلم نندارې ته وړاندې کېږي، چې د کلیوالي سیمو د اوسېدونکو دردونه او رنځونه پکې منعکس شوی دی.»

ده زياته کړه چې دا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، آزادو رسنیو او لیکوالانو دنده ده چې دا ډول مستندو فلمونو جوړولو لپاره کار وکړي.

د کابل پوهنتون استاد اسدالله وحیدي هم په دې مراسمو کې وویل: «په افغانستان کې په تېرو شلو کلونو کې د جګړو له امله ډيرې زیاتې ناخوالې رامنځته شوې دي او باید ټول انځور کړل شي.»

ده زیاته کړه چې د افغانستان خلک په تېرو څو لسیزو کې دومره کړېدلي چې د هر کس پر ژوند مستند فلم جوړېدای شي.

د دغه فلم پروډيوسر احسان الله کریمي وویل چې دوی د دغه فلم جوړولو لپاره د هېواد هغو سيمو ته تللی چې په تېرو شلو کلونو کې د کمرې له سترګو پټې پاتې شوې وې.

ده زیاته کړه چې دا د دوی د کار پيل دی او د مستندو فلمونو جوړولو ته به دوام ورکړي.

Visits: 110

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.