ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دایکنډي کې د ربړي کلوشو په پښو کول یو فرهنک ګرځېدلی

دایکنډي کې د ربړي کلوشو په پښو کول یو فرهنک ګرځېدلی

author avatar
14 Aug 2022 - 18:17
دایکنډي کې د ربړي کلوشو په پښو کول یو فرهنک ګرځېدلی
author avatar
14 Aug 2022 - 18:17

نیلي (پژواک، ۲۳ زمری ۱۴۰۱): دغه سړی ابراهیم نومېږي چې له ۲۲ کلونو راهیسې د دایکنډي په مرکز نیلي کې ربړي کلوشې جوړوي. سره له دې چې په وروستیو کلونو کې «مود روز» او «عصري» بوټان بازار ته وارد شوي، خو ابراهیم اوس هم له خپل کاره ښه عاید لري.

ابراهیم وايي، دغه کار له پلاره ورپاتې او هغه هم دوام ورکړی دی. هغه زیاتوي، هر کال له ۲۰۰ جوړو ډېرې ربړي کلوشې جوړوي او په خپل دوکان کې یې د پلور لپاره ږدي.

د هغه په خبره، ډېری پېرېدونکي یې د دایکنډي د شهرستان او میرامور ولسوالیو خلک دي نو له همدې امله د ورځې لږ تر لږه دوه یا درې جوړې ربړي «دوپي» کلوشې جوړوي چې له پلوره یې ښه عاید هم لري.

ابراهیم وویل: «دغه کلوشې له ۴۰ کلونو ډېره مخینه لري؛ خو زه له ۲۲ کلونو راهیسې د دغه ډول کلوشو په جوړولو بوخت یم.»

یاد کس دا مهال د دایکنډي په مرکز نیلي ښار کې یو نسبتا غټ دوکان لري چې خپل ټول فعالیتونه په همدې ځای کې ترسره کوي.

هغه وايي، دغه کلوشې د کاماز او فلانکوچ موټرو د ټایرونو له ربړ او مېخونو څخه جوړوي. د یو جوړه کلوشو جوړول شاوخوا یونیم تر دوو ساعتونو وخت نیسي، څو په پښو کولو ته چمتو شي او یوه جوړه یې په ۳۰۰ افغانۍ پلورل کېږي.

ابراهیم چې د ده په خبره اولادونه لري او په اوسنیو شرایطو کې د هغوی لګښتونه پوره کول د هر چا لپاره ستونزمن دي، خو دی د یاد کار له درکه د ورځې لږ تر لږه له زر افغانیو ډېر عواید ترلاسه کوي.

د دغو کلوشو په پښو کول له دې امله اهمیت لري چې که په سمه توګه استفاده شي، یوه جوړه یې تر یو کال پورې هم نه زړیږي.

دا چې دايکنډي يو فرهنګي ولايت دى، نو معمولاً په دغه ولايت کې د پاخه عمر کسان فرهنګي شتمنيو ته ډېر اهمیت ورکوي.

Views: 110

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.