Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندوز کې په دوو کلونو کې له ۱۰زره جریبه ډېره للمي ځمکې اوبيزې شوې دي

کندوز (پژواک، ۲۳ زمری ۱۴۰۱): د کندوز سیمه‌ییز چارواکي وایي، په تېرو دوو کلونو کې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې په لمریز سیستم سمبالې ۳۵۰۰ ژورې څاه‌ګانې کیندل شوې چې ورسره له ۱۰زره جریبه ډېره للمي ځمکې پر اوبیزو ځمکو بدلې شوې دي.

خو د کارپوهانو په باور، د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره له لمریز سیستم څخه استفاده د ځمکې لاندې اوبه کموي او دا چاره په اوږدمهال کې زیانمنونکی ګڼي.

د کندوز د کرنې ریاست سرپرست عبدالغفار صدیقي پژواک ته وویل، په وروستیو دوو کلونو کې د دغه ولایت په بېلابېلو برخو کې په لمریز سیسټم سمبال ۳۵۰۰ ژورې څاه‌ګانې کیندل شوې چې دې چارې د کروندګرو حاصلات ډېر کړي او په وسیله یې بزګر ښه ګټه ترلاسه کوي.

هغه زیاته کړه: «په دوو وروستیو کلونو کې د کندوز بېلابېلو سیمو کې پر لمریزې برېښنا سیسټم مجهز ۳۵۰۰ څاه‌ګانې کیندل شوې چې له دې لارې، له ۱۰زره جریبه ډېره للمي ځمکه په کرنیزه ځمکه تبدیله شوې او له دې لارې بزګر د غنمو ، هنداوڼو، سبزیجاتو  او نور ښه حاصلات تر لاسه کوي.»

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.