منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۵۰ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۷° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کندوز کې په دوو کلونو کې له ۱۰زره جریبه ډېره للمي ځمکې اوبيزې شوې دي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۹۱ کتنې

کندوز (پژواک، ۲۳ زمری ۱۴۰۱): د کندوز سیمه‌ییز چارواکي وایي، په تېرو دوو کلونو کې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې په لمریز سیستم سمبالې ۳۵۰۰ ژورې څاه‌ګانې کیندل شوې چې ورسره له ۱۰زره جریبه ډېره للمي ځمکې پر اوبیزو ځمکو بدلې شوې دي.

خو د کارپوهانو په باور، د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره له لمریز سیستم څخه استفاده د ځمکې لاندې اوبه کموي او دا چاره په اوږدمهال کې زیانمنونکی ګڼي.

د کندوز د کرنې ریاست سرپرست عبدالغفار صدیقي پژواک ته وویل، په وروستیو دوو کلونو کې د دغه ولایت په بېلابېلو برخو کې په لمریز سیسټم سمبال ۳۵۰۰ ژورې څاه‌ګانې کیندل شوې چې دې چارې د کروندګرو حاصلات ډېر کړي او په وسیله یې بزګر ښه ګټه ترلاسه کوي.

هغه زیاته کړه: «په دوو وروستیو کلونو کې د کندوز بېلابېلو سیمو کې پر لمریزې برېښنا سیسټم مجهز ۳۵۰۰ څاه‌ګانې کیندل شوې چې له دې لارې، له ۱۰زره جریبه ډېره للمي ځمکه په کرنیزه ځمکه تبدیله شوې او له دې لارې بزګر د غنمو ، هنداوڼو، سبزیجاتو  او نور ښه حاصلات تر لاسه کوي.»

په دغه حال کې، د کندوز ځيني اوسېدونکي وایي چې د ژورو څاه‌ګانو په کیندلو سره د دوی یو فصل په دوو او درېیو فصلونو بدل شوی دی.

د کندوز یوه بزګر عبدالغفار پژواک ته وویل: «په لمریز سیسټم سره موږ کولی شو چې دوه فصله حاصل واخلو؛ مخکې به مو یو فصل حاصل اخیسته؛ اوس کولی شو چې هر شی وکرو او ترې ګټو واخلو.»

خو د کارپوهانو په باور، د کرنیزو ځکو د خړوبولو لپاره له لمریز سیسټمه استفاده د ځمکې لاندې اوبه کچه کموي.

د کندوز پوهنتون یوه استاد سحرګل ساحل پژواک ته وویل: «په ټوله کې د ځمکې لاندې اوبه د څښلو لپاره دي؛ که د کرنیزو ځمکو لپاره له دې طریقې استفاده وشي نو د ځمکې لاندې اوبو ذخیرې کمېږي؛ سږ کال بارانونه هم نشته او د وچکالۍ له امله د ځمکې لاندې اوبه تر درېیو مترو کښته تللې؛ د ځمکو د خړوبولو لپاره باید له سطحي اوبو لکه د سیندونو اوبو نه استفاده وشي.»

د للمي ځمکو خړوبولو لپاره د سولري سیسټم له لارې د ژورو څاه ګانو کيندل لومړی د هېواد په سویلي ولایتونو کې دود شو او په وروستیو کلونو کې، په بلخ، سمنګان، کندوز او ځینو نورو سیمو کې هم ډېر رواج شوی دی.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه