Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پکتیا کې د اوبو د ۶۰ زېرمو جوړولو چارې پیل شوې

ګردېز (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۱): د پکتيا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست وايي، د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د کرنیزو ځمکو خړوبولو لپاره د اوبو ۶۰ زېرمې جوړوي.

د چارواکو په خبره، د دغو زېرمو په جوړولو سره به د اوبو ساتنه وشي او د فصلونو خړوبولو لپاره به اوبه زیاتې شي.

د پکتیا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رييس مولوي عبدالروف سعيد پژواک خبري اژانس ته وويل: «نن د دغه ولايت په مرکز ګردېز، سيد کرم او احمد اباد ولسواليو کې د اوبو د ۶۰ ذخيرو جوړولو کار پيل کړ چې د درېيو مياشتو په موده کې به بشپړې شي.»

هغه زیاته کړه، د اوبو د دغو ذخیرو پر جوړولو ۱۸ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د کرنې ریاست اړوند د ځمکې او ځنګلونو د تلپاتې مديريت پروژې له لوري ورکول کېږي.

دی وايي، د دغو ذخیرو په جوړولو سره به د باران اوبو د ضایع کېدو مخنیوی وشي او د فصلونو د اوبولو لپاره به کار ورڅخه واخیستل شي.

د نوموړي په خبره، پلان لري چې په راتلونکي کې د پکتیا ولایت په نورو ولسوالیو کې هم د اوبو ورته ذخیرې جوړې کړي څو کرنه پکې زیاته ده.

کروندګر د اوبو د دغو زېرمو پر جوړولو خوښي ښيي او وايي، له دغه اقدام سره به د اوبو د بې‌ځایه بهېدو مخنیوی وشي او د کښتونو لپاره به وکارول شي.

د سيد کرم ولسوالۍ يوه بزګر علي‌محمد پژواک خبري اژانس ته وويل: «د اوبو لپاره د ذخيرو جوړول د کرنې په برخه کې اساسي کار دی چې له دې سره د اوبو د ضایع کېدو مخه  نيول کېږي او په سم ځای کې مصرفېږي.»

نوموړی وايي، په ډېرو سيمو کې داسې ځايونه شته چې په کم لګښت پکې اوبه ذخیره کېدای شي او د اوبو د کمښت ستونزه ورسره حلېدای شي.

هغه له حکومته غوښتنه کوي چې په دې برخه کې ډېر کار وکړي.

د پکتيا ډېره ځمکه په غرونو پوښلې ده او د کرنې لپاره کمه ځمکه لري چې په همدغه بنسټ خلک له حکومته د ډېرې پاملرنې غوښتنه کوي، څو له شته کمې ځمکې خپلې اړتیاوې پوره کړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.