ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیا کې د اوبو د ۶۰ زېرمو جوړولو چارې پیل شوې

پکتیا کې د اوبو د ۶۰ زېرمو جوړولو چارې پیل شوې

author avatar
16 Aug 2022 - 16:44
پکتیا کې د اوبو د ۶۰ زېرمو جوړولو چارې پیل شوې
author avatar
16 Aug 2022 - 16:44

ګردېز (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۱): د پکتيا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست وايي، د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د کرنیزو ځمکو خړوبولو لپاره د اوبو ۶۰ زېرمې جوړوي.

د چارواکو په خبره، د دغو زېرمو په جوړولو سره به د اوبو ساتنه وشي او د فصلونو خړوبولو لپاره به اوبه زیاتې شي.

د پکتیا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رييس مولوي عبدالروف سعيد پژواک خبري اژانس ته وويل: «نن د دغه ولايت په مرکز ګردېز، سيد کرم او احمد اباد ولسواليو کې د اوبو د ۶۰ ذخيرو جوړولو کار پيل کړ چې د درېيو مياشتو په موده کې به بشپړې شي.»

هغه زیاته کړه، د اوبو د دغو ذخیرو پر جوړولو ۱۸ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د کرنې ریاست اړوند د ځمکې او ځنګلونو د تلپاتې مديريت پروژې له لوري ورکول کېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.