Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د سېلابونو له امله د مسافر وړونکي بس چپه کېدو پېښه کې ۵ کسان مړه شوي

غزني (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۱): د کابل – کندهار پر لویه لار په غزني کې یو ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکی بس د سېلابونو راوتلو له امله چپه شوی چې پکې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵ تنه مړه شوي دي.

د غزني ولایت د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول ابو خالد سرحدي پژواک خبري اژانس ته وویل، پېښه تېره شپه ناوخته (یوه نیمه بجه) د ګیلان ولسوالۍ په مطیع سیمه کې شوې ده.

هغه زیاته کړه: «یو ۵۸۰ مسافر وړونکی بس چې له کابله کندهار ته روان و، د غزني د ګیلان ولسوالۍ په مطیع سیمه کې د سېلاب راوتلو له امله چپه شوی چې ۵ کسان په کې مړه شوي دي.»

دی وايي، په مړو شوو کې دوه ښځې او درې ماشومان شامل دي چې سیمې ته د استول شوو مرستندویه کسانو له خوا له اوبو را ایستل شوي دي.

خو ده یادونه وکړه چې دغه کسان لا هم په سیمه کې دي، څو معلومه کړي چې په دې پېښه کې څومره کسانو ته زیان اوښتی دی.

بلخوا د ګیلان ولسوالۍ اوسېدونکو هم پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه په دغه ولسوالۍ کې د ډېر اورښت له امله سېلابونه راوتلي وو چې له امله یې یو مسافر وړونکی بس یوه خوړ ته لوېدلی او چپه شوی دی.

د سیمې اوسېدونکی عنایت‌الله وايي، په دې پېښه کې ۵ کسان مړه شوي او ۸ نور نادرکه دي چې امنیتي کسان او کلیوال یې په موندلو بوخت دي.

د ده په خبره، د بس له چپه کېدو وروسته ګڼ نور کسان ژغورل شوي او خوندي ځایونو ته رسول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د غزني په قره‌باغ ولسوالۍ کې بیا یو رنجر موټر سېلاب وړی و چې پکې ۱۳ امنیتي کسان مړه شوي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.