پلخمري (پژواک، ۳۰ زمری ۱۴۰۱): د بغلان د ترافیکو مسوولین وايي، د دغه ولایت په شمالي سالنګ سیمه کې له سړک څخه د سراچه موټر ښویېدو په پېښه کې در ې کسان مړه او پنځه نور ژوبل شوي دي.
د بغلان ولایت د ترافیکو مدیر قاري نذیر الله عابدي د زمري په ۳۰ مه پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه یو سراچه موټر چې له کابل څخه بغلان ولایت ته پر لاره و، په سالنګ کې له سړک څخه ښویېدلی، د یوې نجلۍ په ګډون درې کسان په کې مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي.
ده زياته کړه، دغه پېښه تېره شپه ناوخته د شمالي سالنګ شاول په نوم سیمه کې رامنځته شوې، موټر چلوونکی هم په کې مړ شوی او ټپیان د ځایي اوسېدونکو له خوا نږدې روغتون ته وړل شوي دي.
د سالنګ لویې لارې د څار او ساتنې ادارې مسوول حافظ محمد یعقوب وايي، په شمالي سالنګ کې له سړک څخه د سراچه موټر ښويېدو پېښې له ځایه څخه یې دوه مړي او درې ټپیان را وېستلي دي.
د هغه په وینا، د پېښې د رامنځته کېدو لامل نه دی معلوم، خو موټر له سړک څخه شاوخوا سل متره لاندې ښویېدو وروسته چپه شوی دی.
د خنجان ولسوالۍ اوسېدونکی غلام محمد وايي، تېره شپه ناوخته د شمالي سالنګ د شاول په نوم سیمه کې یو سراچه موټر له سړک څخه تر ښويېدو وروسته چپه شوی دی.
د ده په خبره، پېښه د چلوونکي د ویده کېدو له امله رامنځته شوې او ویل کېږي چې موټر له چپه کېدو وروسته اور اخیستی، دوه کسان په کې مړه شوي چې یوه ښځه او بل یې موټر چلوونکی دی.
د مسوولینو په وینا، په تېرو لسو میاشتو کې د دغه ولایت په بېلا بېلو ترافیکي پېښو کې کابو سلو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې د پخوا په پرتله ډېرې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP