ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډاکتران: د شکرې ناروغان پر کرونا له اخته کېدو وروسته باید څو اونۍ د ډاکتر تر څار لاندې وي

ډاکتران: د شکرې ناروغان پر کرونا له اخته کېدو وروسته باید څو اونۍ د ډاکتر تر څار لاندې وي

author avatar
21 Aug 2022 - 17:42
ډاکتران: د شکرې ناروغان پر کرونا له اخته کېدو وروسته باید څو اونۍ د ډاکتر تر څار لاندې وي
author avatar
21 Aug 2022 - 17:42

کابل (پژواک،۳۰ زمری ۱۴۰۱): ډاکتران وايي، د شکرې ناروغان پر کرونا له اخته کېدو وروسته باید د څو اونیو لپاره د ډاکتر تر څارنې لاندې وي؛ ځکه چې کرونا د دوی د شکر اندازې له کنټروله د وتو لامل کېدای شي.

په افغان – جاپان روغتون کې د کیفیت د کنټرول مسوول او د کووېډ-۱۹ ټرېنر ډاکتر حشمت‌الله فیضي پژواک خبري اژانس ته وویل، هغه کسان چې د شکرې یا زړه ناروغي لري او پر کوویډ-۱۹ اخته کېږي، نو د شکر اندازه یي لوړېږي او د زړه تکلیف یي سختېږي.

هغه زیاته کړه، په روغتون کې ثبت شوې شمېرې ښیي، کله چې د شکرې ناروغان پر کوویډ – ۱۹ اخته شوي، د شکر اندازه یې لوړه شوې او د څو اونیو لپاره همداسې لوړه پاتې کېږي؛ ځکه چې پر کرونا د اخته کس بدن کمزوری کېږي او د بدن د معافیت سیسټم ​​یې ډېر کښته راځي.

هغه زیاته کړه: «شکر داسې ناروغي چې د بدن معافیت ډېر اغېز پرې لري او کله چې د بدن معافیت کمزوری کېږي، شکر لوړېږي او ان له کنټروله وځي.»

هغه وویل، کله چې یو څوک له کرونا روغ شي، خو شکر یې تر څو اونیو لوړ وي چې باید د ډاکتر تر مراقبت لاندې وي.

په ورته مهال، په کابل ښار کې د انتاني ناروغيو د روغتون متخصص او ټرېنر ډاکتر فريدالله عمري ‎پژواک ته وويل: «هغه کسان چې د کووېډ-۱۹ ناروغي تېروي، دا ويروس نه يوازې زموږ تنفسي سيسټم زیانمنوي، بلکې د زړه، هاضمي او اندوکراین په ګډون ټول سیستم زیانمنوي.»

هغه زیاته کړه، دا ناروغي پر هغو کسانو چې د شکرې پر ناروغۍ هم اخته دي خورا منفي اغېز لري او د شکر اندازه یې ډېره لوړوي او ان له کنټروله یې وباسي.

هغه وضاحت ورکړ: «کله چې یو څوک پر کرونا اخته کېږي، کرونا ویروس د هغه پانقراس ته هم رسېږي او پانقراس هغه غده ده چې انسولین تولیدوي او انسولین د وینې قند یا خواږه راکموي … او په پایله کې د وینې قند لوړېږي.»

دغه‌راز ډاکتر عمري زیاته کړه، څوک چې پر کرونا ویروس اخته کېږي، تر روحي او رواني فشار لاندې هم راځي … وېره او ذهني فشار د هغو هورمونونو د فعالېدو لامل کېږي چې د انسولین ضد اغېزې لري.

هغه زیاتوي چې یاد هورمونونه د انسان د وینې د شکر د لوړېدو لامل کېږي.

نوموړی وایي، ترسره شوې څېړنې ښيي چې پر کرونا له اخته کېدو وروسته، د دیابت یا شکرې لوړېدل ‎ دايمي نه وي‎ او په څو اوونيو کې بېرته خپل نورمال حالت ته راځي، خو په هغه صورت کې چې ناروغ د ډاکتر تر مراقبت لاندې وي.

هغه ورته ناروغانو ته سپارښتنه وکړه چې خپل نورمال حالت ته تر راتلو باید خپل درمل د ډاکتر تر نظر لاندې وکاروي او منظم خواړه وخوري.

په همدې حال کې، په مزارشريف روغتون کې د داخله ناروغیو او کرونا متخصص ډاکتر محمدبصير خبير پژواک ته وويل، د شکرې ناروغي د انسان د بدن ټول داخلي ارګانونه تر کنټرول لاندې نیسي.

هغه وايي، کرونا د بدن داخلي ارګانونو لکه زړه، ځيګر، توری او د وینې دوراني سيسټم ته سخت زيان رسوي.

هغه زياته کړه، کله چې د شکرې ناروغۍ لرونکي کسان پر کرونا اخته شي، نو شکر یې لوړیږي او که پاملرنه ورته ونه شي، له کنټروله وځي.

نوموړي هم ناروغانو ته سپارښتنه وکړه چې باید د معالج ډاکتر تر څارنې لاندې وي او منظم غذايي رژیم ولري، څو د شکرې اندازه یې نه کنټرولېدونکي حالت ته ونه رسېږي.

Views: 127

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.