ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښاریان د ښاري موټرو د کرایې کمولو غوښتنه کوي

کابل ښاریان د ښاري موټرو د کرایې کمولو غوښتنه کوي

author avatar
24 Aug 2022 - 17:58
کابل ښاریان د ښاري موټرو د کرایې کمولو غوښتنه کوي
author avatar
24 Aug 2022 - 17:58

کابل (پژواک، ۲ وږی ۱۴۰۱): د ترانسپورټ وزارت په داسې حال کې د ښاري موټرونو د کرایې د کمولو لایحې برابرولو خبر ورکوي چې ځیني کابل ښاریان وایي، سره له دې چې د تېلو بیې کمې شوې، خو د ښاري موټرونو کرایه هماغه شان لوړه ده.

وروسته له هغه چې د غبرګولي په ۲۸مه د تېلو بیې لوړې شوې، ښاري موټرچلوونکو هم کرایې لوړې کړې.

د کابل ښار اوسېدونکي وایي، د کاسټر موټرو کرایې له ۱۰ څخه ۱۵ افغانیو ته، د لیني ټکسي موټرونو کرایه له ۲۰ نه ۳۰ افغانیو او له ۳۰ څخه ۴۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د پژواک خبري اژانس د یوه راپور له مخې، د روان کال د غبرګولي په ۲۸مه د یوه لېتر پټرولو بیه ۸۸ افغانۍ او د یوه لېټر ډیزلو بیه ۱۰۵ افغانیو ته رسېددلې وه؛ خو نن د وږي په ۲مه، په کابل ښار کې د یوه لیتر پټرولو بیه ۸۵ او د یوه لیټر ډیزلو بیه ۹۷ افغانۍ ده.

که د نن ورځې د تیلو بیې د غبرګولي د ۲۸مې له بیو سره پرتله شي، نن د غبرګولي د ۲۸مې په پرتله د تیلو بیه ۵،۶ سلنه کموالی ښيي.

د پژواک خبري اژانس خبریال د کابل ښار په دشت‌برجي، خیرخانې، تایمني، کارته پروان، قلعه زمان‌‌خان، کمپنۍ، خوشحال‌خان، کارته‌نو او ځینو نورو سیمو کې له یو شمېر ښاریانو سره خبرې کړې چې ټول د ښاري موټرونو د کرایو د کنټرول غوښتنه کوي.

د کابل ښار د دارالامان سیمې یوه اوسېدونکي عبدالبصیر ستانکزی چې هره ورځ له خپلې سیمې څخه کارته چهار ته چې هلته یې دوکان دی ځي، پژواک ته وویل: «ډېر وخت وشو چې ډېرو موټرچلوونکو له دې امله چې د تیلو بیه لوړه شوې خپلې کرایې هم لوړې کړې دي، خو چې اوس تیل ارزانه شوي خو د موټرو کرایې هماغه شان لوړې دي.»

د نوموړي په خبره، د ټولو اقتصادي وضعیت خراب دی او د دې کرایې د ورکړې وس نه لري او مسوولین باید په دې برخه کې پاملرنه وکړي.

په دغه حال کې، د کابل ښار د کارته پروان سیمې یوې اوسېدونکې نیلاب محمدي هم ورته شکایت لري او زیاتوي: «زه هره ورځ له کارته پروان څخه تایمنیو ته ځم، له کومې ورځې چې د تیلو بیه لوړه شوې، د موټرونو کرایې هم لوړې شوې دي؛ که څه هم د تیلو بیې اوس راکمې شوې، خو د موټرو کرایې هماغسې پاتې دي.»

د نوموړې په خبره، د تېلو بیو له لوړېدو مخکې د ټونس موټرونو کرایه ۱۰ افغانۍ وې، خو د تېلو له لوړېدو وروسته ۱۵ افغانیو ته لوړه شوه؛ خو که څه هم د تېلو بیې کمې شوې دي، خو د ټونس موټرو کرایو کې بدلون نه دی راغلی.

هغه هم له مسوولینو غواړي چې د دغه ډول سرغړونو مخه ونیسي.

په همدې حال کې، د ترانسپورټ او هوانوردۍ وزارت ویاند امام‌الدین احمدي پژواک ته وویل، د کابل ښاري واټنونه کم دي، خو تر اوسه د ښاري موټرونو کرایو قیمت ځکه نه وو ټاکل شوي چې د تېلو بیې لوړې وې.

نوموړي وویل: «اوس چې د تېلو بیه کمه شوې، لایحې مو ترتیب کړې، هغه به ټولو موټرچلوونکو ته وو ېشو… د هغو له مخې، ان شاء الله سبا یا بل سبا کرایې به بېرته راټيټې شي.»

خو دغه سرچینه وایي، که د تېلو بیه لوړه شي، کرایه به هم لوړه شي؛ ځکه چې د تېلو بیو په لوړېدو سره موټرچلوونکي زیانمنېږي.

Views: 81

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.