ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عامې روغتیا وزارت: له دې وروسته په هېواد کې د انسان د بدن غړو پېر او پلور منع دی

عامې روغتیا وزارت: له دې وروسته په هېواد کې د انسان د بدن غړو پېر او پلور منع دی

author avatar
24 Aug 2022 - 17:27
عامې روغتیا وزارت: له دې وروسته په هېواد کې د انسان د بدن غړو پېر او پلور منع دی
author avatar
24 Aug 2022 - 17:27

کابل (پژواک، ۲ وږی ۱۴۰۱): د عامې روغتیا وزارت وایي، له دې وروسته هیڅوک حق نه لري چې په خپل سر خپل یا د نورو د بدن غړي وپلوري.

د دغه وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد نن په کابل کې «ملت ته د دولت د حساب ورکولو» په غونډه کې وویل، په هېواد کې د بېوزلو کسانو د بدن غړو د خرڅلاو د مخنيوي لپاره یو کمېسیون او قانون جوړ شوی او له مخې يې، له دې وروسته هیڅوک نشي کولای چې په خپل سر خپل یا د نورو د بدن غړي وپلوري.

نوموړي وویل: «تر دې مخکې دغه کمېسیون او قانون په افغانستان کې موجود نه و او د غړو د پلور داسې بازار به جوړ و چې انسانان به د مجبورۍ او اقتصادي ستونزو له امله په اګاهانه او نا اګاهانه توګه وړل کېدل او له وجود څخه به یې اعضاوې ایستل کېدې او بل انسان ته به یې پیوندولې.»

د عامې روغتیا وزارت سرپرست زیاته کړه، په نورو هېوادونو کې هم له تفاهم او د حکومت له اجازې پرته څوک حق نه لري چې د خپل بدن غړي وپلوري.

عباد وویل، په دې قانون کې ټول هغه اصول او قواعد وضع شوي چې په کومو مواردو کې یو کس کولای شي له طبي ازموینو وروسته خپلو نږدې دوستانو ته د بدن غړي ورکړي، نه داسې چې په ازاد بازار کې يې وپلوري.

نوموړي دغه‌راز په هېواد کې د میندو او ماشومانو د مړينې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «تېر کال په هېواد کې یو میلیون ماشومان زېږیدلي او په همدې موده کې ۵۸۶ ميندو د ولادت پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.»

هغه د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې وویل چې په تېر یوه کال کې د ډاکټرانو د کتنځایونو د جوازونو د صدور، دولتي ازموینو او د انسټيټيوټونو د جوازونو له درکه څه باندې ۱۶ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه شوي دي.

ده زیاته کړه چې په تېر یو کال کې  ۱۰ اعشاریه ۵ میلیون کسانو ته د کرونا واکسین تطبیق شوی دی.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، افغانان هر کال له ۳۰۰ تر ۵۰۰ میلیون ډالر په نورو هېوادونو کې پر درملنې مصرفوي.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر دا هم وویل چې د ځينو ډاکټرانو له خوا په رمز نسخو لیکلو د مخنيوي په موخه يې يوه طرحه جوړه کړې او په راتلونکو څو میاشتو کې به عملي شي چې له مخې به يې ټول ډاکټران اړ وي چې خپلې نسخې په کمپیوټر ولیکي.

Views: 226

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.