کابل (پژواک، ۴ وږی ۱۴۰۱): په قطر کې د افغانستان سرپرست حکومت د سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین وایي، هیڅکله د نجونو د زدهکړو مخالف نه دي او د ښځو حقونو په برخه کې افغانستان له اروپایي هېوادونو سره د پرتلې وړ نه دی.
په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین له فاکسنیوز سره په خبرو کې ویلي، د ښځو حقونو په برخه کې افغانستان له اروپایي هېوادونو سره د پرتلې وړ نه دی.
ده ویلي: «موږ یوه بله ټولنه یو، یوه اسلامي ټولنه یو، له دې امله موږ له یوې اروپايي ټولنې سره سمون نه شو کولای.»
ده دغه راز ویلي، اسلامي امارت د نجونو زدهکړو مخالف نه دی؛ اوس مهال په خصوصي او دولتي پوهنتونونو کې ۴۵۰ زره محصلین او په ښوونځيو کې تر شپږم ټولګي میلیونونه نجونې په زدهکړو بوختې دي.
هغه دا هم ویلي چې دا مهال په افغانستان کې ښځې د پوهنې، لوړو زدهکړو او روغتیا ترڅنګ په بېلابېلو وزارتونو کې په کار بوختې دي.
د نوموړي په خبره: «موږ هیڅکله نه دي ویلي چې د ښځو د زدهکړې مخالف یو، دا یي حق دی؛ زموږ انځور داسې نه دی لکه څنګه چې زموږ د مخالفینو له خوا انځور شوی.»
شاهین وايي چې د افغانستان سرپرست حکومت وخت ته اړتیا لري څو د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې ټول مسایل حل کړي.
د ده په خبره، «اسلامي امارت» د دوحې تړون ته ژمن دی او هیچا ته به اجازه ور نه کړي چې د افغانستان خاوره د امریکا او نورو هېوادونو پر وړاندې وکارول شي او دا د افغانستان سرپرست حکومت ژمنه او پالیسي ده چې بدلون نه کوي.
د روان کال د وري میاشتې په لومړیو کې ښوونیز کال پیل شو؛ د افغانستان سرپرست حکومت په هماغه ورځ د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لېسو پیل وځنډاوه او ویې ویل، په دې اړه پر یوې طرحې کار روان دی چې له بشپړېدو وروسته به دا ښوونځي پرانیستل شي خو تر اوسه دا کار نه دی شوی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP