ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سهېل شاهین: افغانستان د ښځو حقونو په برخه کې له اروپايي هېوادونو سره د پرتلې وړ نه دی

سهېل شاهین: افغانستان د ښځو حقونو په برخه کې له اروپايي هېوادونو سره د پرتلې وړ نه دی

author avatar
26 Aug 2022 - 12:19
سهېل شاهین: افغانستان د ښځو حقونو په برخه کې له اروپايي هېوادونو سره د پرتلې وړ نه دی
author avatar
26 Aug 2022 - 12:19

کابل (پژواک، ۴ وږی ۱۴۰۱): په قطر کې د افغانستان سرپرست حکومت د سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین وایي، هیڅکله د نجونو د زده‎کړو مخالف نه دي او د ښځو حقونو په برخه کې افغانستان له اروپایي هېوادونو سره د پرتلې وړ نه‌ دی.

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین له فاکس‌نیوز سره په خبرو کې ویلي، د ښځو حقونو په برخه کې افغانستان له اروپایي هېوادونو سره د پرتلې وړ نه‌ دی.

ده ویلي: «موږ یوه بله ټولنه یو، یوه اسلامي ټولنه یو، له دې امله موږ له یوې اروپايي ټولنې سره سمون نه شو کولای.»

ده دغه راز ویلي، اسلامي امارت د نجونو زده‌کړو مخالف نه ‌دی؛ اوس مهال په خصوصي او دولتي پوهنتونونو کې ۴۵۰ زره محصلین او په ښوونځيو کې تر شپږم ټولګي میلیونونه نجونې په زده‌کړو بوختې دي.

هغه دا هم ویلي چې دا مهال په افغانستان کې ښځې د پوهنې، لوړو زده‌کړو او روغتیا ترڅنګ په بېلابېلو وزارتونو کې په کار بوختې دي.

د نوموړي په خبره: «موږ هیڅکله نه دي ویلي چې د ښځو د زده‌کړې مخالف یو، دا یي حق دی؛ زموږ انځور داسې نه دی لکه څنګه چې زموږ د مخالفینو له خوا انځور شوی.»

شاهین وايي چې د افغانستان سرپرست حکومت وخت ته اړتیا لري څو د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې ټول مسایل حل کړي.

د ده په خبره، «اسلامي امارت» د دوحې تړون ته ژمن دی او هیچا ته به اجازه ور نه ‌کړي چې د افغانستان خاوره د امریکا او نورو هېوادونو پر وړاندې وکارول شي او دا د افغانستان سرپرست حکومت ژمنه او پالیسي ده چې بدلون نه‌ کوي.

د روان کال د وري میاشتې په لومړیو کې ښوونیز کال پیل شو؛ د افغانستان سرپرست حکومت په هماغه ورځ د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لېسو پیل وځنډاوه او ویې ویل، په دې اړه پر یوې طرحې کار روان دی چې له بشپړېدو وروسته به دا ښوونځي پرانیستل شي خو تر اوسه دا کار نه دی شوی.

Visits: 407

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.