کلات (پژواک، ۴ وږی ۱۴۰۱): د زابل په سیوري ولسوالۍ کې د یوې ترافيکي پېښې له امله دوه کسان مړه او یو بل ټپي شوی دی.
پېښه تېره ورځ مازدیګر د یادې ولسوالۍ په احمدشاهخېلو سیمه کې شوې ده.
د زابل د امنیې قوماندانۍ ویاند ذبیحالله جوهر پژواک خبري اژانس ته وویل، د سیوري ولسوالۍ په احمدشاهخېلو سیمه کې د دوو موټرسایکلونو د ټکر له امله دوه کسان مړه شوي او یو بل ټپي دی.
دی وايي، ټپي کس د زابل ولایتي روغتون ته وړل شوی چې روغتیايي حالت یې ښه دی.
هغه د پېښې لامل د موټرسایکل چلوونکو بېاحتیاطي او تېز تګ یاد کړ.
د یادونې ده، څو اوونۍ مخکې هم په زابل کې ترافیکي پېښه شوې وه چې پنځو کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې وه.
په دې پېښه کې چې د زابل مرکز کلات اړوند د کابل- کندهار پر لویه لار د سراچه او ټېلر موټرو د ټکر له امله شوې وه، ۴ کسان مړه شوي وو او یوه ماشومه ټپې وه.
Views: 19
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن