ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زابل کې د ترافیکي پېښې له امله درېیو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

زابل کې د ترافیکي پېښې له امله درېیو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

author avatar
26 Aug 2022 - 10:18
زابل کې د ترافیکي پېښې له امله درېیو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده
author avatar
26 Aug 2022 - 10:18

کلات (پژواک، ۴ وږی ۱۴۰۱): د زابل په سیوري ولسوالۍ کې د یوې ترافيکي پېښې له امله دوه کسان مړه او یو بل ټپي شوی دی.

پېښه تېره ورځ مازدیګر د یادې ولسوالۍ په احمدشاه‌خېلو سیمه کې شوې ده.

د زابل د امنیې قوماندانۍ ویاند ذبیح‎الله جوهر پژواک خبري اژانس ته وویل، د سیوري ولسوالۍ په احمدشاه‎خېلو سیمه کې د دوو موټرسایکلونو د ټکر له امله دوه کسان مړه شوي او یو بل ټپي دی.

دی وايي، ټپي کس د زابل ولایتي روغتون ته وړل شوی چې روغتیايي حالت یې ښه دی.

هغه د پېښې لامل د موټرسایکل چلوونکو بې‎احتیاطي او تېز تګ یاد کړ.

د یادونې ده، څو اوونۍ مخکې هم په زابل کې ترافیکي پېښه شوې وه چې پنځو کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې وه.

په دې پېښه کې چې د زابل مرکز کلات اړوند د کابل- کندهار پر لویه لار د سراچه او ټېلر موټرو د ټکر له امله شوې وه، ۴ کسان مړه شوي وو او یوه ماشومه ټپې وه.

Visits: 19

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.