ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيا کې د يوې خونې چت غورځېدو پېښه کې پنځه کسان مړه شوي

پکتيا کې د يوې خونې چت غورځېدو پېښه کې پنځه کسان مړه شوي

author avatar
28 Aug 2022 - 12:26
پکتيا کې د يوې خونې چت غورځېدو پېښه کې پنځه کسان مړه شوي
author avatar
28 Aug 2022 - 12:26

ګردېز (پژواک، ٦ وږى ١۴٠١): د پکتيا ولايت په جاني‌خېلو ولسوالۍ کې د يوه کور د خونې چت غورځېدو پېښه کې د يوې کورنۍ يوه مېرمنه، درې نجونې او يو ماشوم مړه شوي دي.

د پکتيا د اطلاعاتو او کلتور رييس خالقيار احمدزي د وږي په ٦ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د جاني‌خېلو ولسوالۍ په بل‌خېلو سيمه کې د يوه کور د يوې خونې چت غورځېدلی دى.

هغه وايي، په دې پېښه کې د يادې کورنۍ يوه مېرمنه، درې نجونې او يو ماشوم مړه شوي دي.

نوموړي وويل، دغه کور تېرو سېلابونو زيانمن کړى و چې له امله يې تېره شپه د يوې خونې چت راغورځېدلی او ځينې نورې برخې يې هم ويجاړې شوې دي.

دغه‌راز د جاني‌خېلو ولسوالۍ اوسېدونکي بخت‌محمد پژواک ته وويل چې تېره شپه په دې ولسوالۍ کې د يوه کور د يوې خونې چت راپرېوتى چې پنځه کسان پکې مړه شوي دي.

هغه وايي: «دا ډېره دردونکې پېښه ده، مونږ ټول له حکومت او مرستندويه ادارو غواړو چې له يادې کورنۍ سره مرسته وکړي.»

بخت‌محمد زياتوي چې په تېرو دوو مياشتو کې په یادې ولسوالۍ کې سېلابونو خلکو ته سخت ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

د پکتيا د حکومتي مسوولينو د معلوماتو له مخې، د وروستيو سېلابونو له امله په دغه ولايت کې شاوخوا زر کورونه تخريب او ١٥ کسان مړه شوي دي

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.