لښکرګاه ( پژواک، ۷ وږی ۱۴۰۱ ): د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست وایې چې د دغه ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د اوبو پر سر شخړه کې یو کس مړ او ۲۱ نور ټپیان شوي دي.
د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس حافظ راشد د وږي په ۷مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره ورځ مازدیګر د ناوې ولسوالۍ په هزارسیب سیمه کې د دوو ډلو ترمنځ شخړه رامنځته شوې چې په ترڅ کې یې یو کس وژل شوی او ۲۱ نور کسان ټپیان شوي دي.
نوموړی وایي، سيمې ته امنیتي ځواکونه رسېدلي او په اړه به یې نور جزئیات وروسته په ډاګه شي.
بلخوا بیا د ناوې ولسوالۍ یوه ځایي او سېدونکي عبدالوي پژواک ته وویل چې درې ورځې مخکې په دې ولسوالۍ کې د اوبو پر سر شخړه کې د یادې ولسوالۍ په پای سيمه کې ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
نوموړی زیاته کړه، تېره ورځ هم په یاده ولسوالۍ کې د دوو ډلو ترمنځ شخړه شوې خو نوموړي دقیق معلومات نه لرل چې څو کسان وژل شوي او څو ټپیان دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP