ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيکا کې يوه زوی خپل پلار وژلی

پکتيکا کې يوه زوی خپل پلار وژلی

author avatar
29 Aug 2022 - 13:55
پکتيکا کې يوه زوی خپل پلار وژلی
author avatar
29 Aug 2022 - 13:55

ښرنه (پژواک، ۷ وږی ۱۴۰۱): د پکتيکا چارواکي وایي، د دغه ولايت په يحيی‌خېل ولسوالي کې يوه کس خپل پلار له لفظي شخړې وروسته په چاړه وهلی او وژلی دی.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس محمدامين حذيفه پژواک خبري اژانس ته وويل، پېښه تېره شپه د یحیی‌خېل ولسوالۍ په غیبي‎خېل کلي شوې ده.

هغه زیاته کړه، په یاده سیمه کې د (باقي) په نوم کس له خپل پلار (ابراهیم) سره لفظي شخړه کړې او وروسته یې په چاړه وهلی او وژلی دی.

دی وايي، امنیتي کسان سیمې ته تللي، قاتل یې نیولی او د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

د ده په خبره، لومړني معلومات ښيي چې پېښه د کورني تاوتریخوالي له امله شوې ده.

Views: 1107

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.