ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تېرو شپږو میاشتو کې څاګانو ته له لوېدلو ۱۵ ماشومانو ۱۱ مړه شوي

په تېرو شپږو میاشتو کې څاګانو ته له لوېدلو ۱۵ ماشومانو ۱۱ مړه شوي

author avatar
29 Aug 2022 - 11:44
په تېرو شپږو میاشتو کې څاګانو ته له لوېدلو ۱۵ ماشومانو ۱۱ مړه شوي
author avatar
29 Aug 2022 - 11:44

کابل (پژواک، ۷ وږی ۱۴۰۱): پژواک موندلي چې په افغانستان کې په تېرو شپږو میاشتو کې څاګانو ته د یوې امیدوارې مېرمنې او ۱۵ ماشومانو لوېدو خبرونه خپاره شوي او له دې ډلې پنځه ماشومان ژغورل شوي خو ۱۱ مړه شوي دي.

له یادو پېښو ډېرې یې په هلمند او کندهار کې شوې چې ځیني ځايي اوسېدونکي یې لامل د خلکو بې پروايي بولي خو وايي، حکومت دې په معیاري ډول د څاګانو سرونو پټولو جدي امر وکړي او سرغړوونکي یې دې مجازات کړي.

ځیني کسان وایي، تر شپږ میاشتو مخکې هم ورته پېښې وې، خو نه رسنیزې کېدې؛ د هغوی په اند چې دا ډول پېښې له هغه وروسته ډېرې خپرېږي چې شپږ میاشتې مخکې څاه ته د یوه زابلي ماشوم د لوېدو خبر په پراخه کچه خپور شو.

د زابلي ماشوم پېښه

په زابل کې چارواکو د تېر کال د سلواغې په ۲۷مه د دغه ولایت شهرصفا ولسوالۍ په جلدک سیمه کې څاه ته د یوه پنځه کلن ماشوم د لوېدو خبر ورکړ.

د یاد ماشوم – چې حیدر نومېده- د ژرغونې عملیاتو ته د ښې رسېدنې په موخه د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمدیعقوب، ځیني نور چارواکي او تخنیکي او روغتیايي ټیمونه د پېښې ځای ته ورغلل خو له درېیو ورځو هڅو سره، سره دغه ماشوم ونه ژغورل شو او په څاه کې یې ساه ورکړه.

له دې وروسته د تېر کال د کب په دويمه د کورنیو چارو سرپرست سراج الدین حقاني والیانو او ولسوالانو ته امر وکړ چې په اړوندو ولایتونو کې سرلوڅې څاه‌ګانې او برمې معلومې کړي او مالکینو ته یې سپارښتنه وکړي چې سرونه يې پټ کړي.

دغه راز هغه د جوماتونو له ملا امامانو هم غوښتنه کړې وه چې پر منبرونو د دې موضوع اهمیت خلکو ته تشریح کړي، څو په راتلونکي کې داسې پېښې تکرار نه شي.

خو له دې سره – سره له تېرو شپږو میاشتو راهیسې تر اوسه پژواک خبري اژانس په پنځو ولایتونو کې څاګانو ته د ۱۴ نورو ماشومانو او یوې امیدوارې مېرمنې د لوېدو خبرونه خپاره کړي دي.

څاګانو ته د ماشومانو لوېدو پېښې په هلمند او کندهار کې ډېرې دي

د پژواک د خبرونو له مخې، په یاده موده کې نهه ماشومان د هلمند په ګرشک، نوزاد، نادعلي، ګرمسېر او موسی‌کلا ولسوالیو کې څاګانو ته لوېدلي چې شپږ یې مړه او درې نور ژغورل شوي دي.

دغه راز څاګانو ته د لوېدو څلور پېښې د کندهار په خاکرېز، شاولیکوټ او سپین‌بولدک ولسوالیو کې رامنځته شوي چې له ډلې یې یوه امیدواره ښځه او دوه ماشومان مړه شوي او یو ماشوم ژغورل شوی دی.

څاه ته د ماشومانو لوېدو د یوې یوې پېښو خبرونه له هرات او غزني ولایتونو هم ورکړل شوي چې د هرات ماشوم ژغورل شوی او د غزني ماشوم په څاه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

خلک بې پروایي کوي، باید مجازات شي

په هلمند کې د حقوقي چارو پوه حافظ الله نصرت پژواک ته وویل، په دغه ولایت کې څاګانو ته د ماشومانو لوېدو پېښې د بې پروايي له امله ډېرې شوې دي.

دی وايي، خلک او هغه کسان چې برمې وهي، خو د څاګانو سرونه نه پټوي، په دې برخه کې پړه دي.

هغه حکومت هم ګرم بولي، وایي باید هغو کروندګرو ته جزا ورکړل شي چې ژورې څاګانې وهي خو سرونه یې نه پټوي.

لیکوال او ژونالېست امان‌الله پښتون هم څاګانو ته د ماشومانو لوېدو پېښو د ډېروالي لامل د خلکو بې پروايي یادوي او وايي، حکومت دې ټولو ځمکه‌والو ته خبرداری ورکړي څو د برمو سرونه په معیاري ډول پټ کړي خو که څوک سرغړونه کوي، باید مجازات یې کړي.

د پښتون په وینا، په دې برخه کې خلک هم باید بې پروايي ونه کړي او ټول باید د خپلو ژورو څاګانو سرونه پټ کړي څو انسانان او حیوانات ور ونه لوېږي.

هغه زیاته کړه چې حکومت دې هغو خلکو ته چې برمې وهي امر وکړي څو په یو مناسب ځای کې یې ووهي او دا دې پرې شرط کېږدي چې سرونه به یې حتماُ پټوي.

د کندهار ځیني اوسېدونکي هم څا‌ګانو ته د ماشومانو لوېدو پېښو ډېروالی د خلکو د بې‌غورۍ له امله بولي.

د دغه ولایت د دامان ولسوالۍ یو قومي مشر محمددین وایي، په دې ولسوالي کې کروندګر چې څا‌ګانې وهي، سرونه یې همداسي لوڅ پرېږدي، له همدې امله ماشومان او څاروي ورلوېږي.

ده وویل: «څاګانو ته اکثره وخت کوچنیان یا نور شیان د خلکو له بې‌غورۍ ورلوېږي؛ خلک د څاګانو سرونه نه پټوي، دا تېره اونۍ کې زموږ د نجیو کلي څاه ته دوه وزې ورلوېدلې وې.»

د کندهار د مرکز ۱۵ ناحیې یو بل کرونګر سیدولي بیا وايي: «پخوا هم برمو او څا‌ګانو ته کوچنیان ورلوېدل، هلته به مړه شول یا به خلکو ژوندي راوښکل خو خلک ځکه ډېر نه خبرېدل چې په رسنیو کې دا خبرونه نه نشرېدل.»

د هغه په خبره، دا چې یادو پېښو ته رسنیز پوښښ نه ورکول کېده نو ځکه خلک داسې فکر کوي چې پخوا دا پېښې نه وې.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.