Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اسلام اباد کې د یوه جرمن ډېپلومات مړی موندل شوی

کابل (پژواک، ١٨ مرغومی ١٤٠٣): د راپورونو له مخې، په اسلام اباد کې د جرمني سفارت د دویم سکرتر توماس فیلډر مړی موندل شوی دی.

د پوليسو يوه چارواکي تېره ورځ ناوخته د ازادي راډیو مشال څانګې ته ویلي، د توماس فیلډر مړی په داسې حال کې موندل شوی چې هغه له دوو ورځو خپلې دندې ته نه وو ورغلی.

پولیسو ویلي چې د دغه جرمن ډېپلوماټ د مړي د عدلي معایناتو لپاره سفارت د هغه له کورنۍ سره په اړیکه کې دی.

راپور کې ویل شوي چې توماس فیلډر په یوه ډیپلوماټیکه سیمه کې اوسېده چې ډېر امنیت یې نیول شوی دی.

سرچینه زیاتوي چې په یاد ډېپلوماټ مخکې هم سکته راغلې وه.

تر اوسه جرمن چارواکو یا په اسلام اباد کې د جرمني سفارت په دې تړاو څه نه دي ویلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.