ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یوناما: د افغانستان سرپرست حکومت دې خپلو نړۍوالو مکلفیتونو ته غاړه کېږدي

یوناما: د افغانستان سرپرست حکومت دې خپلو نړۍوالو مکلفیتونو ته غاړه کېږدي

author avatar
30 Aug 2022 - 06:35
یوناما: د افغانستان سرپرست حکومت دې خپلو نړۍوالو مکلفیتونو ته غاړه کېږدي
author avatar
30 Aug 2022 - 06:35

اټلانټا (پژواک، ۷ وږی ۱۴۰۱): د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی او د یوناما  سرپرست مارکوس پوټزیل وایي، دا چې افغانستان د نړۍوال سسټم یوه برخه ده، نو سرپرست حکومت باید خپلو نړۍوالو مکلفیتونو ته غاړه کېږدي.

نوموړي دغه څرګندونې تېره شپه د ملګرو ملتونو امنیت شورا هغې ځانګړې غونډې ته وکړې چې د افغانستان په اړه د روسیې په غوښتنه  رابلل شوې وه.

هغه زیاته کړه چې څو ورځې مخکې یې همدې شورا ته د افغانستان د وروستیو حالاتو په اړه بشپړ معلومات ورکړي، خو دا چې په وروستیو اونیو کې څه پېښ شوي، معلومات به وړاندې کړي.

ده وویل چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مسوول مارټین ګریفیټس د بشري مرستو او بشري اړتیاوو په اړه په تفصیل سره خبرې وکړې.

د یوناما سرپرست وایي، ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوټیرز په نږدې راتلونکي کې د افغانستان په اړه خپل کلنی راپور هم د امنیت شورا ته وړاندې کړي.

مارکوس پوټزیل وویل، د افغانستان اوسنی حکومت تر اوسه د نړۍوالې ټولنې د هیڅ یوه غړي هېواد له خوا پر رسمیت نه دی پېژندل شوی، دلیل یې معلوم دی، نړۍواله ټولنه د پر رسمیت پېژندلو لپاره ځیني نورمونه او اصول لري، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو او په حکومت کې د هغو د ونډې په اړه.

د هغه په وینا، دا چې افغانستان د دغه نړۍوال سسټم یوه برخه ده، د افغانستان سرپرست حکومت باید خپلو نړۍوالو مکلفیتونو ته غاړه کېږدي، د دې پر ځای چې د رسمیت پېژندلو لپاره اقدامات وکړي، هغوی د ډېرې ساحې واک ته د راوستلو هڅه کوي.

د یوناما سرپرست وویل چې پر طالبانو لګېدلي بندیزونه د افغانستان اقتصاد هم زیانمن کړی، د ملګرو ملتونو سرمنشي د دغو اقتصادي بندیزونو نرمولو او د افغانستان بانک د زېرمو خوشې کولو غوښتنه هم کړې ده.

پوټزیل زیاتوي، د افغانستان د سرپرست حکومت مشران او چارواکي د حکومت له ننګونو سره مخ دي او د داخلې اختلافاتو اوازې هم خپرې شوې دي، که څه هم هغوی په ټول حکومت کې ځان متحد څرګندوي.

خو دی وایي، د سرپرست حکومت کابینه هفته وارې ناستې کوي او جزئیات یې خپروي.

خو د سرپرست حکومت ویاندویان وایي چې دوی ښه حکومتداري روانه کړې ده، سلګونه زره دولتي مامورین لري او له هېوادونو سره یې د ښې ډیپلوماسۍ له لارې اړیکې جوړې کړې دي.

د یوناما مشر وویل، تېرې درې اونۍ له تېر کال راهیسې په یوه میاشت کې تر ټولو خونړۍ وې، په کابل کې چاودنې وشوې چې داعش ډلې یې مسوولیت واخیست، خو سرپرست حکومت د امنیت ټینګولو لپاره جدي اقدامات کوي.

هغه زیاته کړه چې د افغانستان د حالاتو اغېزې نېغ په نېغه پر ګاونډیو اثر غورځوي، په همدې موخه په پاکستان، چین او تهران کې غونډې وشوې، دغه راز د اسلامي همکاریو سازمان هم ځانګړې غونډه وکړه.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.