کابل (پژواک، ۱۰ وږی ۱۴۰۱): د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د وروستیو طبیعي پېښو له امله د اوښتو زیانونو کچه تر دوه میلیارد ډالرو ښيي او پر نړۍوالو غږ کوي چې په دې پېښو کې له زیانمن شوو سره اړینې مرستې وکړي.
په افغانستان کې د وروستیو طبیعي پېښو په اړه د مرستو راغونډولو په موخه نن په کابل کې د بهرنیو سیاسي استازولیو د استازو او د سرپرست حکومت د کابینې غړو په ګډون کنفرانس جوړ شو.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په دغه کنفرانس کې د وروستو طبیعي پېښو له امله د اوښتو زیانونو په اړه معلومات وړاندې کړل، ویې ویل چې د اقلیمي بدلون ملاماتوونکې څپې د افغانستان د بېچاره ولس لویه شتمني ځپلې ده.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د روان کال د چنګاښ له لومړې نېټې راهیسې د طبیعي پېښو (زلزلې، سېلابونه، برفکوچونه او ځمکې ښوېدنې) له امله د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ۷۴۱۲ کسانو ته مرګژوبله اوښتې، له ۳۵ زرو ډېر کورونه بشپړ او نیمه ویجاړ شوي او ۵۱ جوماتونه، ۳۵ ښوونځي او ۱۲ کلینیکونه له منځه تللي دي.
د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، وروستیو زلزلو دوه میلیون او ۵۶۰ زره، برفکوچونو ۹۲۹ زره، سېلابونو څلور میلیونه او ۳۰۰ زره، او ځمکې ښوېدنې ۸۷ زره کسان اغېزمن کړي چې له ډلې یې ۱۵۷۰ کسان مړه او ۵۸۴۲ ټپیان شوي، ۱۸ زره او ۷۲۶ کورنۍ بېځایه شوې او په ټوله کې نږدې یو ميلیون کسان زیانمن شوي دي.
د سرچینې په وینا، ۱۶ زره کورونه په بشپړ ډول خو ۱۹ زره او ۷۰۰ کورونه نیمايي وېجاړ شوي، ۵۱ جوماتونه او ۳۵ ښوونځي او ۱۲ کلینیکونه، ۶۳۵ زره جریب کرنیزه ځمکه، ۳۷۱ زره او ۳۴۲ جریب باغونه ویجاړ شوي، ۵۱ زره او ۵۱۸ څاروي مړه شوي، څلور زره او ۴۷۰ لویې ویالې ویجاړې شوې او میلیونونه ونې له منځه تللې دي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د وروستیو سېلابونو له امله ۱۲ پلونو، ۵۶۹ کیلومتره سړکونو، ۷۵۴ پلچکونو، ۲۷ زره او ۷۱۰ متره استنادي دېوالونو، ۲۹ د اوبو رسونې شبکو، یو میلیون او ۲۲۳ زره متره ویالو، ۲۸۴ څاګانو او پنځو ژرندو ته زیانونه اوښتي او ۴۲۵۴ د برېښنا لمریزې تختې، ۱۳ کوچني بندرونه او څلور زره او ۷۰۰ سربندونه له منځه تللي دي.
دغو شمېرو ته په کتو، د بهرنیو چارو وزارت په اټکلي توګه د شاوخوا دوه میلیارد ډالرو زیان اوښتو خبر ورکوي.
دغه راز سرچینه وايي: «حکومت طبیعي پېښو ته د رسېدنې په موخه ۴۳۰ هوايي الوتنو او د ۵۰۰ امبولانسونو په درلودو سره درې زره او ۵۰۰ کسان ژغورلي، د زرګونو ټپیانو درملنه یې کړې، زرګونو کورنیو ته یې خوراکي توکي وېشلي او د دوه ميلیون ډالرو په اندازه یې نغدي مرسته کړې ده.»
یاد وزارت زیانمنو ته د لنډمهاله سرپناه جوړولو په موخه د سل زره خېمو، ترپالونو او فرشونو، د پخلنځي وسایلو، د ۳۵۰ زره کمپلو او توشکو، د سل زره روغتیايي بستو، د ۱۶۰ زره ټنه په اندازه بېلابېل ارتزاقي توکو، د ۱۵۰۰ ټنه سون توکو او د ۵۰ زره سیټونو کرنیزو سامان الاتو اړتیا په ګوته کوي.
د طبیعي پېښو له زیانمنو سره د بېړنۍ مرستې لپاره ۳۲۲ میلیون ډالرو ته اړتیا ده
دغه راز بهرنیو چارو وزارت د کورونو، سړکونو، اوبو رسونې سیسټمونو او د برېښنايي زېربنا جوړولو په موخه د کلیو د بیارغونې وزارت لپاره د ۲۰۰ میلیون ډالرو، زیانمنو ته د اصلاح شوو تخمونو وېشلو، د مېوې او بېميوې نیالګیو وېشلو، سربندونو او ویالو رغولو په موخه د کرنې وزارت لپاره د ۶۰ میلیون ډالرو، خلکو ته د روغتیايي مرکزونو جوړولو او د ساري ناروغیو مخنیوي په موخه د عامې روغتیا وزارت لپاره د ۲۲ میلیون ډالرو او زیانمنو ته د لنډمهاله سرپناه جوړولو، هغوی ته د خوراکي توکو برابرولو او د کورونو بیارغونې په موخه د کډوالو وزارت لپاره د ۴۰ میلیون ډالرو مرستې غوښتنه کوي چې ټول ۳۲۲ میلیون ډالر کېږي.
متقي: حکومت ته د درنو او خونړیو طبیعي پېښو مدیریت ننګوونکی دی
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په ننني کنفرانس کې پر نړۍوالو ږغ وکړ چې له زیانمنو سره مرستې وکړي او خپل بشري مسوولیت اداء کړي.
دی وايي: «که نن د جګړې اور مړ دی او نور د افغانانو ژوند نه اخلي؛ خو طبیعي افات نه یوازې دا چې زموږ د خلکو ژوند اخلي، بلکې د هغوی ناچیز شته یې هم ترې اخیستي دي.»
هغه زیاته کړه چې افغانستان جګړو ځپلی نو ځکه د حکومت لپاره د درنو او خونړیو طبیعي پېښو مدیریت ننګوونکی دی.
متقي زیاتوي: «تېر یوه کال کې موږ د اقلیم له بدلون څخه د رازېږېدلیو ستونزو خونړۍ بیه هم ورکړه؛ زموږ خلکو چې د اقلیم په ساتنه کې ډېر مفید رول درلودلی او د اقلیم په تخریب کې يې ښايي رول د نشت برابر وي؛ خو د اقلیمي بدلون ملا ماتوونکې څپې زموږ د بېچاره ولس لویه شتمني وځپله.»
یاد کنفرانس اوس هم روان دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP